د هند په نیمه وچه کی القاعده د امریکا لخوا ټاکل شوې بهرنۍ ترهګره ډله ده چې په عمده توګه په افغانستان کې میشته دی او موخه یې په سویلی آسیا کې د لویدیځ نفوذ له منځه وړل او د یو متحد اسلامي امارت جوړول دي چې کلک سني اسلامي شریعیت پلي کړي.
د ۲۰۱۴ کال په سپتمبر کې، د القاعدې هغه وخت امیر ایمن الظواهري د القاعدې د اصلي ترهګریز سازمان سره د تړاو په توګه د هند په نیمه وچه کې د القاعدې د جوړولو اعلان وکړ. د هند په نیمه وچه کې د القاعدې شبکه د بنګله دیش، میانمار، هند او پاکستان په څیر هیوادونو کې د تاوتریخوالي جهادي ډلو ترمنځ د اړیکو تړاو برابروي.
د هند په نیمه وچه کې د القاعدې شبکې چې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري، هیبتالله اخوندزاده سره بیعت کړی او ژمنه یې کړې چې د سني اسلامي ملتپالې ډلې دفاع به کوي او د اسلامي امارت جوړولو کی به مرسته کوي.
د هند په نیمه وچه کې القاعده د خفیفه وسلو په بریدونو، کمینونو، ځانمرګو بریدونو او وژنو کې ښکیل ده. دې ډلې په عامه توګه خپله موخه اعلان کړئ چی دوی به په لویدیځ کې بریدونه ترسره کوي، په سویلي آسیا کې به د امریکا د ګټو په وړاندې بریدونه کوی، او په کشمیر کې د بریدونو ګواښونه هم کړي دي. د هند په نیمه وچه کې القاعده د ۲۰۱۵ کال د فبروري په میاشت کې په بنګله دیش کې زیږیدلي امریکایي اتباعو او واده شوې جوړې روی او رفیده بونیا احمد باندې د چړې برید مسؤلیت په غاړه واخیست. دوی دواړه د کتابونو په نندارتون کې د ګډون لپاره ډهاکې ته تللي وو. روی ووژل شو، او د هغه میرمن رفیده بونیا احمد د سختو ټپونو سره ژوندی پاتې شوه.
د هند په نیمه وچه کې د القاعدې څانګې په بنګله دیش کې د ۲۰۱۶ کال د اپریل په میاشت کی د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې د کارکونکی ذولحاز منان او د هغه یو ملګري د وژنې مسؤلیت هم په غاړه واخیست.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د هند په نیمه وچه کې القاعده ډله، د کډوالۍ او تابعیت قانون د ۲۱۹ برخې لاندې د بهرني ترهګر سازمان په توګه او د اجرایوي فرمان ۱۳۲۲۴ د ۱ (ب) برخې لاندې د ځانګړي نومول شوي نړیوال ترهګی ډلی په توګه اعلان کړئ ده. په پایله کې، هر امریکایی وګړي د هند په نیمه وچه کې د القاعده ډلی سره د هر ډول معاملو کې د ښکیلتیا څخه منع، او د دوی ټول ملکیتونه او ګټې، چې په متحده ایالاتو کی دننه راځي یا د امریکایی وګړو ملکیت یا کنټرول لاندی وی کنګل کیږي. سربیره پردې، د هند په نیمه وچه کې د القاعده د بهرني ترهګر سازمان په توګه د نومولو پایلو کې، دی سازمان ته په پوهه سره د مادي ملاتړ یا سرچینو چمتو کولو، یا د چمتو کولو هڅه یا دسیسه کولو په وړاندې بندیز شامل دی.
