1993 کال کی د نړیوال سوداګریز مرکز باندی لارۍ بمی چاودنه
د عدالت لپاره د انعامونو پروګرام د هغه معلوماتو لپاره چې د پاکستاني ترهګر رمزي احمد یوسف د نیولو لامل شو د 2 ملیونو ډالرو انعام ورکړ.
یوسف د 1993 کال د فبروري په میاشت کې د نیویارک په ښار کې د نړیوال سوداګریز مرکز د لارۍ بمي برید جوړونکې و چې شپږ تنه یې ووژل او تر 1000 ډیر نور یې ټپیان کړل. له بمبارۍ څو ساعته وروسته، يوسف په الوتکه کې پاکستان ته وتښتېد.

یوسف په فیلیپین کې بیا راڅرګند شو چیرې چې هغه یوه پیچلې ترهګریزه دسیسه جوړه کړه. یوسف پلان درلود چې د 1995 کال د جنورۍ په 14 مه د پاپ جان پاول II ووژني په داسې حال کې چې پاپ فیلیپین ته سفر کاوه او څو ورځې وروسته په اسیا کې د امریکا ۱۲ الوتکې ته چاودنه ورکړی.دا ټوله طرحه د “اوپلان بوجینکا” په نوم پیژندل شوی وه، یوه اصطلاح چې په عربي ژبه وژباړل شي،نو د ” چاودني عملیات” یا ” لوی چاودني عملیات” معنی لري.
مخکې لدې چې دوی خپل پلان پلي کړي ، یوسف او ګډ دسيسه کوونکی يي عبدالحکیم علي هاشم مراد د جنوري په 6 ، 1995 کې په مانیلا کې له خپل اپارتمان څخه هغه مهال تیښتې ته اړ شو کله چې د دوی له خوا جوړ شوی کیمیاوي مخلوط د لوګې وريڅي رامینځته کړي چې د اپارتمان له کړکۍ څخه راوتلی و. یوسف له مراد څخه وغوښتل چې بیرته اپارتمان ته لاړ شي ترڅو یو لپ ټاپ کمپیوټر او نور شواهد ترلاسه کړي. کله چې مراد بیرته اپارتمان ته راغی، خو د پولیسو له خوا چې مخکې د پیښې ځای ته رسیدلي وو، مخامخ شو. یوسف په دې پوه شو چې مراد به خامخا نیول شوی وي، نو پاکستان ته وتښتید.
د 1995 په فبروري کې، یو خبر ورکوونکي، د اور لږید ډبلي کې د د عدالت لپاره د انعامونو پروګرام اعلان لیدلی او د انعام د ورکړې شونتيا هڅولی و، په اسلام آباد، پاکستان کې د متحده ایاالتو سفارت سره اړیکه ونیوله او د یوسف د ځای په اړه یې معلومات وړاندې کړل.
د 1995 کال د فبرورۍ په 7 مه پاکستاني چارواکو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماټیکو امنیتي ځانګړو استازو په مرسته یوسف په اسلام اباد کې ونیول شو او د ترهګرۍ په تورونو کې د محاکمې لپاره یې امریکا ته وسپاره.
د سپتمبر 1996 څخه تر جنوري 1998 پورې، یوسف په دریو جلا محاکمو کې د ترهګرۍ اړوند تورونو کې محاکمه او محکوم شو. د 1998 کال د جنورۍ په 8 مه، یوه فدرالي قاضي هغه ته د عمر قید او 240 کاله بند سزا واوروله.
معلومات واستوئ
د خپلی دندې په ترسره کولو، خوندي نړۍ جوړه کړئ.
د عدالت لپاره د انعامو نو پروګرام د راپور ورکولو اختیارونو په اړه د زده کړې لپاره کلیک وکړئ.
- په ټاکنو کې لاسوهنه – کسان
- شمالی کوریا
- په ټاکنو کې لاسوهنه
