فیلیپین کې د امریکایانو تښتونه او وژنه

د عدالت لپاره د انعامو نو پروګرام یو شمیر هغو کسانو ته چې د ابو سیاف ګروپ (ASG) مشر خدافي جنجلاني په اړه معلومات ورکړي و په ټولیز ډول 5 ملیونه ډالر انعام ورکړ. د 2007 کال د جون په 7 نیټه، په فیلیپین کې د متحده ایالاتو سفیر د جولو په ټاپو کې په ټوليزه غونډه کې دغو کسانو ته د انعامونو د ورکولو مشري وکړه.
خدافي جنجلاني په فیلیپین کې د تروریستي سازمان ASG له لوړ رتبه مشرانو څخه و. جنجلاني د فلیپیني او امریکایي اتباعو د تښتونې او وژنې مسوول و. هغه د مارتین او ګریسیا برنهم او دوه نورو امریکایی اتباعو په تښتولو کې لاس درلود او په مستقیم ډول د متحده ایالاتو تبعه ګیلرمو سوبیرو د سر پرې کولو مسؤل و. جنجلاني د امریکا د ګټو پر ضد ډېر بریدونه پلان او پلي کړي وو، چې په هغو کې په مانیلا کې د امریکا پر سفارت، د 2004 کال د فبرورۍ د 14 د سوپر فیري ډوبېدل، او د 2005 کال د ویلینټاین پر ورځې درې بمي چاودنې، چې په ټولیز ډول یې په سلګونو بې ګناه خلک ووژل یا ټپیان کړل.
د 2006 کال د سپتمبر په څلورمه د فليپين وسله والو ځواکونو د څو تنو د معلوماتو پر بنسټ د جنجلاني د نيولو لپاره عمليات پيل کړل.د خبر پربنسټ د عملیاتو په جریان کې جنجالانی سخت ټپي شو خو وتښتید. په ورپسې میاشتو کې د جنجلاني د مړینې اوازې خپرې شوې. د 2007 کال د جنورۍ په وروستیو کې، دوه کسانو د جنجلاني د جسد د ځای په اړه معلومات ورکړل. د DNA ازموینې وروسته، FBI تایید کړه چې جنجلاني په حقیقت کې مړ شوی وو. د دغو کسانو لخوا ټول ورکړل شوي معلومات د جنجلاني د ځای او د پیښې د پیژندلو په اړه ارزښتناک ثابت شوي دی.
معلومات واستوئ
د خپلی دندې په ترسره کولو، خوندي نړۍ جوړه کړئ.
د عدالت لپاره د انعامو نو پروګرام د راپور ورکولو اختیارونو په اړه د زده کړې لپاره کلیک وکړئ.
- په ټاکنو کې لاسوهنه – کسان
- شمالی کوریا
- په ټاکنو کې لاسوهنه
