کولمبیا کې د امریکایانو تښتونه

د عدالت لپاره د انعامونو پروګرام هغو دریو کسانو ته چې د کولمبیا د انقلابي وسله والو ځواکونو (FARC) قوماندان، د اډګر ناوارو د ځای په اړه معلومات ورکړي وو، په ټولیز ډول 900,000 ډالر انعام ورکړ.
د 2003 په فبروري کې، توماس هاوس، کیت ستانسل، او مارک ګونسالویس د FARC لخوا یرغمل شوي وو کله چې د دوی متحده ایالاتو الوتکه د کولمبیا په ځنګل کې نسکوره شوه. FARC او د هغې دسیسه کوونکو د الوتکې دوه نور ناستي،هر یو يي د متحده ایالاتو تبعه توماس جانیس او د کولمبیا تبعه لویس ال سیدس کروز وو، ووژل.
ناوارو،چی د FARC د تیوفیلو فاررو ګرځنده ډلي مرستیال قوماندان و، په تښتونې کې د ښکیلتیا له امله تر شک لاندي دي.
د اکتوبر په 19، 2003 کې، درې خبرورکوونکي چې د انعام د شونتیا له امله هڅول شوی و، د کولمبیا د سرتیرو یوه ډله یي د ناوارو کمپ ته د هغه او د FARC نورو غړو د نیولو په هڅه کې رهبري کړه. ناوارو له عسکرو سره په نښته کې ووژل شو. دغه درې امریکایان وروسته د ۲۰۰۸ کال د جولای په 2 مه د کولمبیا په پوځي عملیاتو کې وژغورل شول.
معلومات واستوئ
د خپلی دندې په ترسره کولو، خوندي نړۍ جوړه کړئ.
د عدالت لپاره د انعامو نو پروګرام د راپور ورکولو اختیارونو په اړه د زده کړې لپاره کلیک وکړئ.
- په ټاکنو کې لاسوهنه – کسان
- شمالی کوریا
- په ټاکنو کې لاسوهنه
