په فیلیپین کې د امریکایانو تښتونه او وژنه

د عدالت لپاره د انعامونو پروګرام هغو دوو کسانو ته چې د ابو سیاف ګروپ (ASG) مشر ابو سلیمان په اړه معلومات ورکړي ؤ د 5 ملیون ډالرو انعام ورکړ. د 2007 کال د جون په 7 نیټه، په فیلیپین کې د متحده ایالاتو سفیر د جولو په ټاپو کې په یو ټولیزه غونډه کې دغو کسانو ته د انعامونو د تاديې مشري وکړه.
ابو سلیمان د ASG د لوړ رتبه مشرانو څخه و، چې په فیلیپین کې فعالیت کوي. سلیمان له خدافي جنجلاني سره یوځای د فلیپیني او امریکايي اتباعو د تښتونې او وژنې مسوول و. سلیمان د مارتین او ګریسیا برنهم او د دوو نورو امریکایی اتباعو په تښتولو کې لاس درلود او د امریکایی تبعه ګیلرمو سوبیرو په سر پرې کولو کې یې ونډه درلوده. سلیمان د متحده ایالاتو د ګټو پر ضد بریدونه هم پلان او پلي کړي وو، لکه په مانیلا کې د متحده ایالاتو پر سفارت د بمي بریدونو پلانونه، د فبروري 2004 کی د سوپر فیري 14 ډوبیدل، او د 2005 کال ویلنټاين پر ورځ درې بمي چاودنې، چې په ټولیزه توګه په سلګونو بې ګناه خلک یي مړه او ټپیان کړل.
د2007 کال د جنورۍ په 16 د فیلیپین وسله وال ځواکونو د مخبرانو لخوا د ورکړل شویو معلوماتو په اساس د سلیمان د نیولو لپاره عملیات پیل کړل.چی د برید په جریان کې سلیمان مقاومت وکړ او ووژل شو.
معلومات واستوئ
د خپلی دندې په ترسره کولو، خوندي نړۍ جوړه کړئ.
د عدالت لپاره د انعامو نو پروګرام د راپور ورکولو اختیارونو په اړه د زده کړې لپاره کلیک وکړئ.
- په ټاکنو کې لاسوهنه – کسان
- شمالی کوریا
- په ټاکنو کې لاسوهنه
