د عدالت لپاره د انعامونو پروګرام په 1985 کې د TWA 840 الوتکې د تښتولو په اړه د معلوماتو لپاره تر 5 ملیون ډالرو پورې انعام وړاندې کوي.1985 کال د جون په 14مه ترهګرو TWA 847 الوتکه چی د اتن څخه روم به په لاره وه وبرمته کړه.په 17 ورځو کې، الوتکه مجبوره شوه چې د 153 مسافرینو او عملې غړو سره د مدیترانې څخه تیرې وکړي، له بیروت څخه الجیرس ته او بیرته په بیروت کې درې ځله ښکته شوه. په بیروت کې د لومړي تمځای په جریان کې، برمته کوونکو د متحده ایالاتو د سمندري غوطه کونکي رابرټ سټیمیم سخت ووهلو او بیا یې په ډزو وواژه.

د 1985 کال د نوامبر په 14 د متحده ایالاتو یوې فدرالي محکمې علي عطوا، محمد علي حمادي او حسن عزالدین په برمته کولو کې د هغوی د رول په خاطر تورن کړل. د عدالت لپاره د انعامونو پروګرام د عطوا، حمادی او عزالدین په اړه هر یو ته تر 5 ملیون ډالرو پورې انعام ورکوي.
