
د عدالت لپاره د انعامونو پروګرام د نړیوال سوداګریز مرکز او پنټاګون باندی د2001 سپتمبر په 11مه د بریدونو په اړه د معلوماتو لپاره د 25 ملیون ډالرو پورې انعام وړاندیز کوي. د القاعدې (AQ) سره تړاو لرونکو نولس ترهګرو د متحده ایالاتو په ختیځ کې د دریو بیلابیلو هوایی ډګرونو څخه کلیفورنیا ته په لاره کې و څلور تجارتي الوتکې وتښتولې. ترهګرو دوه الوتکې د نیویارک په ښار کې د نړیوال سوداګریز مرکز په اصلي برجونو او دریمه یې د ویرجینیا په ارلینګټن کې د پنټاګون لویدیز لوري ته وغورځوله. څلورمه الوتکه د پنسلوانیا په شانکسویل کې په داسې حال کې نسکوره شوه چې سپرلۍ یې هڅه کوله د برمته کوونکو مخه ونیسي. په ټولیز ډول، بریدونو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د هیوادونو نږدې 3,000 اتباع ووژل. د القاعدې د اوسنۍ وژل شوي مشر اسامه بن لادن له پېښې وروسته په یوه ویډیويي پیغام کې د دغو بریدونو د پلانولو او پلي کولو مسوولیت پر غاړه واخیست.
لومړۍ دوه الوتکې، چې د بوسټن لوگان نړیوال هوايي ډګر څخه روانې وې، تښتول شوې او د نیویارک ښار د نړیوال سوداګریز مرکز له اصلي برجونو سره ټکر شوې. د دې الوتکو اغیزې او د جیټ تیلو سوځولو څخه وروسته اورونو د برج جوړښتونه د سقوط ترنقطې پوری زیانمن کړل. په برجونو باندی برید له 2,600 څخه ډیر خلک ووژل.
دریمه الوتکه چې د واشنګټن دالس نړیوال هوايي ډګر څخه روانه وه، د دویمې الوتکې د نړیوال سوداګریز مرکز سره له ټکر نیم ساعت وروسته د پنټاګون سویل لویدیځ لوري ته وتښتول شوه او ولویده. په الوتکه کې سپاره ټول مسافر، په ودانۍ کې دننه 125 کسان وژل شوي او جوړښت ته یې سخت زیان اړولی دی.
څلورمه الوتکه د نوارک نړیوال هوایی ډګر څخه روانه شوه او شاید د متحده ایالاتو پلازمینې یا سپینې مانۍ ته روانه وه. خو په الوتکه کې سپرو د الوتکې د کنټرول لپاره له ترهګرو سره جګړه وکړه. د همدغو زړورو هېوادوالو له امله ترهګر هېڅکله هم خپل موخی ته ونه رسېدل او الوتکه د پنسلوانیا ایالت شینکسویل ته څېرمه ولوېده او په کې سپاره ټول 40 کسان ووژل شول.
دا بریدونه په 1941 کال کې له پرل بندر وروسته د بهرنیو ځواکونو له خوا پر متحده ایالاتو تر ټولو خونړی برید وو.
