په بنګله دیش کي پر امریکایانو باندی برید

جنوبي او مرکزي اسیا

انعام

تر 5 ملیونو ډالرو پورې انعام

خپله برخه وکړئ.

د عدالت لپاره د انعامونو پروګرام د بنګله دیش په ډاکه کې د اویجیت رای د وژنې او د رفید بونیا احمد باندې د ورته برید په اړه معلوماتو لپاره تر 5 ملیون ډالرو پورې انعام وړاندیز کوي.

د 2015 کال د فبرورۍ په 26 مه، بنګله دېش کې زېږېدلی امریکايي اتباع او واده شوې جوړه ،روی او احمد د کتابونو په یوه نندارتون کې د ګډون لپاره ډاکه ته تللي وو، چې د ناپېژانده وسله والو له خوا پری د چړو ګوزارونه وشول. رای په وهلو ټکولو ووژل شو. احمد د سختو ټپونو سره د یوه ټوټه شوې ګوتې او د سر ډیری ټپونو سره ژوندی پاتې شو.

د یو لیکوال، بلاګر، او فعال په توګه، رای په بنګله دیش کې د بیان د ازادۍ په ملاتړ سره بنسټپالنه ننګولې. هغه په بنګله دیش کې د بند شوي ملحد بلاګرانو د حالت په اړه د پوهاوي لوړولو لپاره نړیوال لاریونونه همغږي کړي او د ټولنیز ظبم یو مشهور انتقاد کوونکی وه. هغه د خپلې څرګندې عقیدې او فعالیت لپاره په نښه او ووژل شو.

د انصارالله بنګال ډلي (ABT)، د بنګلادیش یوې ترهګريزه دله ده چي د دغه برید مسوولیت يي منلی دی. ABT هڅه کوي چي ځوانان افراطي کړي ترڅو هغه کسان ووژني چې دوی یې د اسلام ضد بولي. وروسته د هند په برصغیر کې د القاعدې (AQIS) وژل شوي مشر عاصم عمر یوه پراخه خپره شوې ویډیو خپره کړه چې ادعا کوي د AQIS پلویان په ګډون هغه کسان چې لا تر اوسه نیول شوي ندي، چي پر رای او احمد برید باندی مسولیت لري.

د جولای په 1، 2016 کې، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت AQIS د کډوالۍ او تابعیت قانون د 219 برخې له مخي د تعدیل سره سم د بهرني ترهګریز سازمان په توګه ونماوه. پخوا، د 2016 کال د جون په 30 مه، د بهرنیو چارو وزارت د تعدیل شوی، اجرایوي حکم 13224 سره سم، AQIS د ځانګړي نومول شوي نړیوال ترهګر په توګه ونماوه. د پایلې په توګه، د AQIS ټول ملکیتونه او ګټې چې د متحده ایالاتو د قضا سره مخ دي بند شوي، او د متحده ایالاتو خلک په عمومي توګه د AQIS سره په هر ډول معاملو کې د ښکیلتیا څخه منع دي. دا یو جرم دی چې په پوهه توګه AQIS ته مادي ملاتړ یا سرچینې چمتو، هڅه یا دسیسه وکړي.

ګومان کېږي چې د برید مسوول کسان په بنګله دېش کې دي.

Skip to content