د عدالت لپاره د انعامونو پروګرام د ممبۍ 2008 بریدونو په اړه د معلوماتو لپاره تر 5 ملیونو ډالرو پورې انعام وړاندیز کوي. د 2008 کال د نومبر د 26 څخه پیل او د 2008 کال د نومبر تر 29 پورې دوام وکړ، د لشکر طیبه (LeT) لخوا روزل شوي 10 کسانو، چې د متحده ایالاتو لخوا نومول شوي بهرنۍ ترهګریز سازمان دی، د هند په ممبۍ کې د ګڼو اهدافو په وړاندې یو لړ همغږي شوي ترهګریز بریدونه ترسره کړل.چي 166 کسان یي ووژل. د درې ورځني محاصرې په ترڅ کې شپږ امریکایان ووژل شول: بین زیون کرومان، ګیورییل هولټزبرګ، سندیپ جیسواني، الن شیر، ناومي شیر، او آریه لیبیش تیتلبام. د دې ناوړه دسیسې کلیدي غړي په تیښته کي پاتې دي، اوپه دی تړاو پلټني دوام لري.
ډیویډ کولمن هیډلي او طهور رانا د متحده ایالاتو په فدرالي محکمه کې د لشکر طیبه د ترهګریز عملیاتو په ملاتړ تورن شو. د 2010 په مارچ کې، هیډلي، د متحده ایالاتو تبعه، په 12 جرمونو باندي اعتراف وکړ چې د 2009 په اکتوبر کې د هغه له نیول کیدو وروسته د هغه پر ضد وکارول شول. د جنوری په 2013 کي هیډلي د فدرال ترهګرۍ جرمونو په تړاو د ممبۍ بریدونه او ورپسې په ډنمارک کې پر یوې ورځپاڼې باندي د برید په تړاو په 35 کالو بند محکوم شو. رانا، چې د کاناډا تبعه او د هیډلي د اوږدې مودې ملګری وو، د ډنمارک ترهګریز پلان کې د مادي ملاتړ او (LeT)ته د مادي ملاتړ چمتو کولو په تور په 14 کلونو بند محکوم شو.
لاندې شکمن کسان هم د متحده ایالاتو په فدرالي محکمه کې تورن شوي دي:
- ساجد میر، د نومبر 2008 د بریدونو لپاره د پروژې مدیر، د بریدونو پلان، چمتو کولو او اجرا کولو لارښوونه وکړه؛
- لوی رتبه اقبال، د پاکستان اوسیدونکی، چې د لشکر طیبه لخوا د بریدونو په پلان کولو او تمویل کې یې برخه اخیستې وه؛
- ابو قحافه، د پاکستان اوسیدونکی او د لشکر طیبه یو ملګری، چې نورو ته یې په هغو جنګي تخنیکونو کې روزنه ورکړې چې په ترهګری بریدونو کې کارول کیږي؛ او
- مظهر اقبال چې په ابو القامہ هم مشهور دی، د پاکستان اوسېدونکی او د لشکر طیبه قوماندان.
