د عدالت لپاره د انعامونو پروګرام د پان ام 73 الوتکي د تښتولو په اړه د معلوماتو لپاره تر 5 ملیون ډالرو پورې جایزه وړاندیز کوي. د سپتمبر په 5، 1986، د ابو ندال سازمان شکمنو غړو د پان ام 73 الوتکي په داسې حال کې وتښتاوه چې کراچۍ، پاکستان، د 379 عملي سره په ځمکه کې وه. د مسافرو او عملې د يرغمل نيولو نه وروسته يرغمل کوونکو نږدې 16 ساعته ډزې پيل کړې. د دوو امریکایانو په ګډون شل تنه ووژل شول او تر 100 زیات ټپیان شول.

پنځه ترهګر چې په برمته کولو کې یې برخه اخیستې وه بالاخره په پاکستان کې ونیول شول، محاکمه شول او په بند باندی محکوم شول. که څه هم، د راپورونو له مخې څلور تورن شوي کسان د 2008 کال په جنورۍ کې له بند څخه خوشې شوي او تر نن په تېښته کې پاتې دي. هر یو د متحده ایالاتو د فدرالي لویې محکمې لخوا تورن شوی او د FBI خورا مطلوب ترهګرو لیست کې دی. د عدالت لپاره د انعامونو پروګرام د دې هر یو په اړه د معلوماتو لپاره تر 5 ملیون ډالرو پورې انعام وړاندیز کوي:
– ودود محمد حافظ الترکي – جمال سعید عبدالرحیم – محمد عبدالله خلیل حسین الرحیال – محمد احمد المنور
