محمود عبدی ایدن

افریقا – فرعي -صحارا

انعام

تر 10 ملیونو ډالرو پورې انعام

خپله برخه وکړئ.

د عدالت لپاره د انعامونه پروګرام د الشباب ترهګرې ډلې د مشر محمود عبدي عدن په اړه د معلوماتو لپاره تر ۱۰ ملیونو ډالرو پورې انعام وړاندیز کوي. محمود عبدي عدن د ۲۰۱۹ کال د جنوري ۱۵ مه کې د کینیا په نایروبي کې د DusitD2 هوټل کمپلیکس باندې د برید پلان کولو کې مرسته کړې وه. د الشباب وسله والو چې په چاودیدونکو توکو، اتوماتیک وسلو او لاسي بمونو سمبال وو، د DusitD2 سوداګریز مرکز، د هټیو، دفترونو او یو هوټل شپږ ودانیز کمپلیکس باندې برید وکړ چې په ترڅ کې یی یو امریکایي تبعه په ګډون لږ تر لږه ۲۱ کسان ووژل شول.

د ۲۰۲۲ کال په اکتوبر کې، د بهرنیو چارو وزارت محمود عبدي عدن د ۱۳۲۲۴ اجرایوي حکم د تعدیل سره سم په ځانګړي ډول نومول شوي نړیوال ترهګر په توګه وه نومول شو.

 

Skip to content