عدالت لپاره د انعامونو پروګرام د عبدالله عثمان محمد په اړه د معلوماتو لپاره تر ۵ ملیونو ډالرو پورې انعام وړاندیز کوي.
محمد چې د انجینر اسماعیل په نوم هم پیژندل کیږي، د الشباب ترهګرې ډلې لپاره د چاودیدونکو توکو لوړ کارپوه دی. هغه د الشباب د چاودیدونکو توکو د عملیاتو او تولید عمومي مدیریت په غاړه لري. محمد د الشباب د تش په نامه “امیر” ځانګړی سلاکار هم دی او د الشباب د رسنیو څانګې، الکتایب، مشر دی.
د ۲۰۲۰ کال د نومبر په ۱۷مه، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د اجرایوي حکم ۱۳۲۲۴ برخې ۱(a)(ii)(B) لاندې محمد د ځانګړي نومول شوي نړیوال ترهګر (SDGT) په توګه ونوماوه.
