عبدالرحمن یاسین

لویدیځ نیمه کره | نږدې ختیځ - شمالي افریقا او مینځني ختیځ

انعام

تر 5 ملیونو ډالرو پورې انعام

خپله برخه وکړئ.

د عدالت لپاره د انعامونو پروګرام د عبدالرحمن یاسین، چې د عبدالرحمن سید یاسین او ابو یاسین په نومونو هم پیژندل کیږي، په اړه د معلوماتو لپاره تر 5 ملیون ډالرو پورې انعام وړاندیز کوي. یاسین په نیویارک ښار کې د فبرورۍ د 1993 په نړیوال سوداګریز مرکز باندی د بمي برید په ترسره کولو کې په مستقیم ډول د ترهګري اصلی جوړونکې رمزي یوسف سره مرسته وکړه.

یاسین د 1993 کال د فبرورۍ په 26 مه له یوسف سره په یوه لارۍ کې چې له چاودیدونکو توکو ډک و، د سوداګرۍ نړیوال مرکز ته ولاړ او د مرکز د ځمکې لاندې پارکینګ کې یې ځای پر ځای کړ چي په چاودنه کې شپږ تنه ووژل شول، څه باندې 1000 تنه نور ټپیان شول او په سلګونو ملیون ډالره زیانونه واوښتل. یاسین د نیول کیدو څخه د مخنیوي لپاره د متحده ایالاتو څخه عراق ته وتښتید. په برید کې د ګډون له امله، یاسین په متحده ایالاتو کې په ډیری تورونو تورن شوی دي.

یاسین په متحده ایالاتو کې زیږیدلی، په 1960 کې عراق ته تللی او په 1992 کې متحده ایالاتو ته راستون شوی. هغه د متحده ایالاتو پاسپورت لري. هغه د FBI تر ټولو مطلوب ترهګرو په لیست کې دی.

Skip to content