عدالت لپاره د انعامونو پروګرام د هغو معلوماتو لپاره تر ۱۰ میلیونو ډالرو پورې انعام وړاندیز کوي کوم چې د حماس د ترهګریز سازمان، چې د حرکت المقاومة الاسلامیه په نوم هم پیژندل کیږي، د مالي میکانیزمونو ګډوډولو لامل کیږي.
عامر کمال شریف الشوا په ترکیه کې د ترند جیو “Trend GYO”، د حماس پورې اړوند د املاکو پانګوونې لوی اجرایوي رییس دی. هغه د حماس په څو پانګوالو شرکتونو کې د بورډ غړي په توګه دنده ترسره کړې.
تر ۲۰۱۸ پورې، د حماس عناصرو دترند جیو صادر شوي سرمایه کی شاوخوا ۷۵ سلنه برخه درلوده. برسیره پردې، حماس پلان درلود چې په خصوصي توګه د پانګې اچونې په پورټ فولیو کې لوړ پوړو چارواکو ته د ترند جیو ونډو ۱۵ میلیونو ډالرو څخه ډیر ورکړي.
د اکتوبر په ۱۸، ۲۰۲۳، د متحده ایاالتو د خزانې وزارت الشوا د ۱۳۲۲۴ اجرایوي فرمان مطابق، د تعدیل سره سم په ځانګړي ډول نومول شوي نړیوال ترهګر (SDGT) په توګه وټاکه. دا نومول د هغو بهرنیو اشخاصو او ادارو د شتمنیو مخه نیسي چې د تروریستي اعمالو د ارتکاب یا د ترسره کولو د پام وړ خطر رامنځته کوي. سربیره پردې، دا فرمان د متحده ایالاتو حکومت ته اجازه ورکوي چې د هغو اشخاصو او ادارو شتمنۍ بندې کړي کوم چې د دې فرمان لاندې نومول شوي تروریستانو او تروریستي سازمانونو، او همدارنګه د دوی فرعي سازمانونو، جعلی سازمانونو، د دوی اجنټانو او همکارانو، ملاتړ، خدمات، یا مرستې چمتو کوي، یا په هر بل ډول ورسره تړاو لري.
