د یوګانډا په بویندي پارک کې په سیلانیانو باندې برید

افریقا – فرعي -صحارا

انعام

تر 5 ملیونو ډالرو پورې انعام

خپله برخه وکړئ.

د عدالت لپاره د انعامونو پروګرام د یوګانډا په بویندي پارک کې په سیلانیانو باندې د 1999 برید په اړه معلوماتو لپاره تر 5 ملیون ډالرو پورې انعام وړاندیز کوي.

د 1999 کال د مارچ په 1 نېټه، د روانډا د آزادۍ پوځ (ALIR) غړو د یوګانډا په بویندي ملي پارک کې په بې وسلې ګرځندویانو او د هغوی پر لارښوونکو برید وکړ. په دی ګرځنده ډله برید وشو، یرغمل ونیول شو، او د کانګو دیموکراتیک جمهوریت په لور حرکت کولو ته اړ شول. یو یوګانډیايي، پاول راس واګابا، ژوندی وسوځول شو. په وژل شویو کې اته تنه امریکایان سوزان میلر او رابرټ هوبنر هم شامل وو، چي په وهلو او ډبولو سره ووژل شوی و.

د برید کوونکو د مشر لخوا ژوندي پاتې شوو کسانو ته یو لاسي لیکل شوی یادښت ورکړل شوی و چې پکې ویل شوي و چې دا برید د امریکا متحده ایالاتو او نورو هیوادونو ته د روانډا د حکومت د ملاتړ څخه د ډډه کولو پیغام دي.

Skip to content