عدالت لپاره د انعامونو پروګرام د محمود شاه حبیبي د ځای موندلو او بیرته راستنیدو په اړه معلوماتو لپاره تر ۵ ملیونو ډالرو پورې انعام وړاندیز کوي. حبیبی یو امریکایی سوداګر وه چې د ۲۰۲۲ کال د اګست په ۱۰ نیټه په افغانستان کې لادرکه شوی دی.
ښاغلی حبیبي، د افغانستان د ملکي هوايي چلند خپلواکې ادارې پخوانی رییس، په کابل ښار کې د هغه کور ته نږدې له خپل موټر څخه ښکته او د طالبانو د استخباراتو عمومي ریاست لخوا د هغه د موټر چلوونکي او د آسیا مشورتی ګروپ، چې په کابل کې میشته مخابراتي شرکت دی، ۲۹ نورو کارمندانو سره یوځای ونیول شو. له ښاغلي حبیبي او یو بل کس پرته نور ټول کارکونکی خوشې شوي دي. د ښاغلي حبیبي له نیول کېدو راهیسې د هغه په اړه څه نه دي ویل شوي او د طالبانو په نوم حکومت هم تر اوسه د هغه د ځای یا وضعیت په اړه هېڅ معلومات نه دي ورکړي.
