د شکیل خان وژنه (جانسن ښار، نیویارک | د مارچ ۳۰ مه کال ۲۰۱۹)

جنوبي او مرکزي اسیا | لویدیځ نیمه کره

انعام

Up to $5 million

خپله برخه وکړئ.

د عدالت لپاره د انعامونو پروګرام د هغه معلوماتو لپاره تر ۵ ملیونو ډالرو پورې انعام ورکوي چې په هر هیواد کې د هر هغه شخص د نیولو یا محکومیت لامل کیږي کوم چې د شکیل خان د وژنه هڅه، سازش یا یې په وژنه کې مرسته کړې وی.

د ۲۰۱۹ کال د مارچ د میاشتې په ۳۰مه نیټه، خان، چې د یو رستورانت مالک او د متحده ایالاتو قانوني دایمي اوسیدونکی وه، د نیویارک په جانسن ښار کې د خپل رستورانت مخی ته په دزو ووژل شو. خان په داسې حال کې چې د شپې لپاره یې خپل کاروبار بند کړی و، د یوه وسله وال له خوا په ډزو ووژل شو.

۵۰ کلن خان چې په اصل کی د پاکستان د سوات د سیمې اوسیدونکی و، په ښکاره توګه هغه هیواد کې د تروریستي سازمانونو پر ضد په سیاسي فعالیتونو کې بوخت و.

که څه هم د شکیل خان د وژنې انګیزه لا څرګنده نه ده، خو د نیویارک ایالت د شمالي سیمې لپاره د آمریکا د څارنوالۍ دفتر او د ایف بي آی د ترهګرۍ ضد ګډ کاري ځواک د هغه د وژنې په اړه پلټنې کوي.

Skip to content