د داعش خراسان ډلی د مالي میکانیزمونو ګډوډول

جنوبي او مرکزي اسیا

انعام

Up to $10 Million

خپله برخه وکړئ.

عدالت لپاره د انعامونو پروګرام د هغه معلوماتو لپاره تر ۱۰ ملیونو ډالرو پورې انعام وړاندیز کوي چې د داعش خراسان ډلی د مالي میکانیزمونو د ګډوډولو لامل کیږي.

په افغانستان کې میشت، د داعش خراسان ډله د طبیعي زیرمو د استخراج له لارې، په شمول د افغانستان په ننګرهار کې د شوکاڼي د ګټورو کانونو څخه، او همدارنګه د دې زیرمو د هیواد څخه بهر ته قاچاق او پیسې راټولوي. د متحده ایالاتو د خزانې وزارت په وینا، د داعش خراسان ډله د سیمه ایزو بسپنو، مالیه ورکولو، د ځایی خلکو څخه په زوره اخیستلو، سوداګرۍ او د داعش اصلي ترهګریز سازمان څخه ځینې مالي ملاتړ له لارې پیسې ترلاسه کوي. د داعش خراسان ډلی مالي تسهیل کوونکي هم په افغانستان او پاکستان کې د تنباکو د ناقانونه خرڅلاو له لارې عاید ترلاسه کوي، او د دوی ملګري د لوکس توکو په بیا پلورلو کې ښکیل دي. د داعش خراسان ډله د پیسو لیږدولو او د خپلو فعالیتونو تمویل لپاره د غیر رسمي حوالې تادیې سیسټم کاروي. د داعش د خراسان ډلی مشران هم د ډیجیټل اسعارو آدرسونو سره تړاو لري چې د پیسو مینځلو لپاره کارول کیږي. د دې کړنو په پایله کې، د داعش خراسان ډله د وسلو اخیستلو، روزنې، او ترهګریزو عملیاتو تمویل کولو توان لري.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د هغو معلوماتو لپاره انعامونه وړاندې کوي چې د داعش خراسان ډلی د عایداتو سرچینې او د کلیدي مالي اسانتیاوو میکانیزمونو پیژندلو او ګډوډولو لامل کیږي، پدې کې شامل دي:

  • جعلي شرکتونه چې د داعش خراسان ډلی په استازیتوب په نړیوالو فعالیتونو کې ښکیل دي؛
  • هغه ادارې یا اشخاص چې د متحده ایالاتو او نړیوالو بندیزونو څخه په تیښته کې د داعش خراسان ډلی سره مرسته کوي؛
  • رسمي مالي بنسټونه چې د داعش خراسان ډلی سره سوداګري کوي؛
  • د داعش خراسان ډلی د پیسو او موادو لیږد؛
  • د داعش خراسان ډلی تمویلونکي یا مالي تسهیل کوونکي؛
  • مالي بنسټونه یا د اسعارو تبادلې مرکزونه چې د داعش د خراسان ډلی معاملې اسانوي؛
  • کاروبارونه یا پانګه اچونې چې د داعش خراسان ډلی یا د هغې د تمویل کونکو ملکیت یا د هغوی لخوا کنټرول کیږي؛
  • د داعش خراسان ډلی لخوا یا د هغوی د ګټې لپاره د آنلاین تمویل کمپاینونه؛
  • د مالي حساب شمیرې او د مجازی اسعارو والټ پتې چې د داعش خراسان ډلی لخوا د پیسو لیږدولو او سوداګرۍ ترسره کولو لپاره کارول کیږي؛
  • جرمي پلانونه چې د داعش خراسان ډلی غړي او ملاتړي پکې شامل دي، چې دوی ته مالي ګټه رسوي.

د داعش خراسان ډله په ښوونځیو، جوماتونو، طبي تاسیساتو او جنازو په بریدونو کې د سلګونه افغانان وژلي دي. د داعش خراسان ډلی د ۲۰۲۰ کال د می د میاشتی د حملی پړه چی کابل کی د زیږون روغتون کی وشوه په غاړه واخیسته چی د نویو زیږیدلو ماشومانو او د هغوی د میندو په ګډون یی ۲۴ تنه ووژل. د ۲۰۲۱ کال په اګست کې، د داعش خراسان ډلی د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د ځانمرګي برید مسؤلیت هم په غاړه واخیست چې له افغانستان څخه د متحده ایالاتو د وتلو پر مهال یې ۱۳ امریکایي سرتیري ووژل. د ۲۰۲۲ کال په سپتمبر کې، د داعش خراسان ډلی د کابل په یوه شیعه ګاونډ کې په یوه کالج کې د یوې چاودنې پړه پر غاړه واخیسته چې ۱۹ تنکي ځوانان یې ووژل. د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په ۳مه، د داعش خراسان ډلی د ایران په کرمان کې دوه چاودیدونکي توکي وچول چې له امله یې ۱۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۰ نور ټپیان شول. د داعش خراسان ډلی مسکو ته نږدې د کروکس ښار د میوزیک په ځای کې هم برید ترسره کړ چې د ۲۰۲۴ په مارچ کې یې لږترلږه ۱۳۷ کسان ووژل.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۱۶ د جنوري په ۱۴مه کې د مهاجرت او تابعیت قانون د ۲۱۹ برخې او تعدیل سره سم، د داعش خراسان ډله د بهرني ترهګریز سازمان په توګه وټاکه. مخکې هم، د ۲۰۱۵ کال د سپتمبر په ۲۹مه، د بهرنیو چارو وزارت د ۱۳۲۲۴ اجرایوي حکم او تعدیل سره سم، د داعش خراسان ډله د ځانګړي نومول شوي نړیوال ترهګر په توګه وټاکه. د پایلې په توګه، د داعش خراسان ډلی ټول ملکیتونه، او په ملکیت کې ګټې، چی د متحده ایاالتو د حاکمیت تابع وي، بند دي، او د متحده ایالاتو اشخاص په عمومي توګه د داعش خراسان ډلی سره په هر ډول معاملو کې د ښکیلتیا منع دي. دا یو جرم دی چې په پوهه توګه د داعش خراسان ډلی ته مادي ملاتړ یا سرچینې چمتو، یا د چمتو کولو هڅه او یا سازش وکړئ.

Skip to content