عدالت لپاره د انعامونو پروګرام د هغو معلوماتو لپاره تر ۱۰ میلیونو ډالرو پورې انعام وړاندیز کوي کوم چې د حماس د ترهګریز سازمان، چې د حرکت المقاومة الاسلامیه په نوم هم پیژندل کیږي، د مالي میکانیزمونو ګډوډولو لامل کیږي.
حماس د هغو پیسو سربیره چې له ایران څخه یی ترلاسه کوي، د خپلو نورو پټې نړیوالې پانګونې له لارې پراخ عایدات لری چې اټکل کیږي د سلګونو میلیونو ډالرو په ارزښت شرکتونه په سوډان، ترکیې، متحده عربي اماراتو او نورو هیوادونو کې ولری.
حماس هم په وړو ډالرو بسپنه تکیه کوي او هم یی د انټرڼیټی تمویل کمپاینونو او مجازی اسعارو کارولو له لارې عاید تولید کړی.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د هغو معلوماتو لپاره انعامونه وړاندې کوي چې د حماس د عایداتو سرچینې او د کلیدي مالي اسانتیاوو میکانیزمونو پیژندلو او ګډوډولو لامل کیږي. په دی انعام کې معلومات د لاندېنی فعالیتونو په اړه شامل دی:
- د حماس په استازیتوب په نړیوالو فعالیتونو کې جعلي شرکتونه؛
- هغه ادارې یا اشخاص چې د متحده ایالاتو او نړیوالو بندیزونو څخه په تیښته کې د حماس سره مرسته کوي؛
- رسمي مالي ادارې چې له حماس سره سوداګري کوي؛
- حماس ته د پیسو او موادو انتقال؛
- د حماس تمویلونکي یا مالي تسهیل کوونکي؛
- مالي ادارې یا د تبادلې کورونه چې د حماس معاملې اسانه کوي؛
- د حماس یا د هغې د تمویل کونکو لخوا ملکیت یا کنټرول شوي سوداګرۍ یا پانګه اچونه؛
- د حماس لخوا یا د ګټې لپاره د آنلاین تمویل کمپاینونه؛
- د مالي حساب شمیرې او د مجازی اسعارو والټ پتې چې د حماس لخوا د پیسو لیږدولو او سوداګرۍ ترسره کولو لپاره کارول کیږي؛ او
- جنایي پلانونه چې د حماس غړي او ملاتړي پکې شامل دي، چې دی سازمان ته مالي ګټه رسوي.
حماس په ۱۹۸۷ کال کې د لومړي فلسطیني پاڅون په پیل کې رامنځ ته شو. د دې پوځي څانګې — عزالدین القسام لوا ګانی — له ۱۹۹۰ لسیزې راهیسې په اسراییلو او فلسطیني سیمو کې د اسراییلو ضد بریدونه ترسره کړي دي. په دې بریدونو کې د اسراییلو پر ملکي اهدافو لویې چاودنې، د کوچنیو وسلو بریدونه، د سړک د غاړې ماینونه او راکټي بریدونه شامل دي.
حماس د ۲۰۰۱ کال د اګست په میاشت کې د بیت المقدس سبارو پزیریا د بمبارۍ مسؤلیت په غاړه واخیست چې د دوو امریکایانو په ګډون ۱۵ کسان یې ووژل او له ۱۲۰ څخه ډیر یې ټپیان کړل.
د ۲۰۱۶ کال په اپریل میاشت کې د حماس یوه غړي په بیت المقدس کې پر یوه بس ځانمرګی برید وکړ چې ۲۰ تنه یې ووژل.
د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۷ مه، د حماس ترهګرو له غزې څخه پر اسرائیلو پلان شوی بریدونه پیل کړل چې له امله یې تر ۱۵۰۰ ډېر بې ګناه ملکي وګړي – د امریکا د اتباعو په ګډون – مړه او ورک شول. برسیره پردې، د حماس جنګیالیو په دې برید کې تر ۲۰۰ ډیر یرغمل نیولي، چې د ۱۲ څخه ډیر امریکایي وګړي په کې شامل دي او د پولې هاخوا غزې ته یې اړ ایستل.
د ۱۹۹۷ کال د اکتوبر په اتمه، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت حماس د مهاجرت او تابعیت قانون د ۲۱۹ مادې له مخې د تعدیل سره سم د یوه بهرني ترهګر سازمان په توګه وټاکه. وروسته، د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په ۳۱مه، د بهرنیو چارو وزارت د ۱۳۲۲۴ اجرایوي حکم مطابق، د تعدیل سره سم حماس په ځانګړي توګه د نړیوال ترهګر په توګه وټاکه. د پایلې په توګه، د حماس ټول ملکیتونه، او په ملکیت کې ګټې، چی د متحده ایالاتو د صلاحیت لاندی وی، بند دي، او د متحده ایالاتو اشخاص عموما د حماس سره په هر ډول معاملو کې د ښکیلتیا نه منع دي. په پوهه توګه حماس ته مادي ملاتړ یا سرچینې چمتو کول، یا هڅه کول یا سازش کول یو جرم دی.
