د احسان عاشور تښتونه

نږدې ختیځ - شمالي افریقا او مینځني ختیځ

انعام

تر 5 ملیونو ډالرو پورې انعام

خپله برخه وکړئ.

د عدالت لپاره د انعامونو پروګرام د هغو معلوماتو لپاره تر 5 ملیون ډالرو پورې انعام وړاندیز کوي چې د دسمبر په 13، 2019 کې په بغداد کې د متحده ایالاتو تبعه احسان عاشور د اختطاف مسؤول کسانو د نیولو لامل شي.

عاشور، چې د امریکا او عراق دوه ګونی تابعیت لري، په شخصي مسایلو لپاره په عراق کې و. هغه د پلازمېنې التحریر په څلور لارې کې د پراخې مظاهرې په ترڅ کې د الشعب په ولسوالۍ کې، په ماسکونو او تور جامو کې شاوخوا 10 وسله والو کسانو لخوا وتښتول شو. د هغه تښتوونکو مخکې له دې چې هغه د پولې په اوږدو کې ایران ته ورسوي د هغه بدن ته يي د بریښنا ټکانونه او وهل یې ورکړل . په ایران کې دننه، د یرغمل نیوونکو یوې بلې ډلې د عاشور څخه د ادعا شوي جاسوسي فعالیتونو په اړه پوښتنې وکړې. وروسته له دې چې دا معلومه شوه چې هغه جاسوس نه دی، د هغه یرغمل نیونکي عاشور بیرته عراق ته راستون کړ، چیرته چې د هغه شکنجه او ورڅخه پوښتنې کول دوام وموند. هغه د 2020 کال په می کې خوشې شو او بیرته متحده ایالاتو ته راستون شو.

Skip to content