د ابو سیاف ډله د 1990 لسیزې په لومړیو کې د مورو ملي ازادۍ جبهې څخه جلا شوه او په فیلیپین کې یو له ترټولو سختو ترهګرو ډلو څخه دی. په پیل کې د القاعدې لخوا اغیزمنه شوه، د ابو سیاف ډله ادعا کوي چې په لویدیځ منډاناو او سولو ټاپوګانو کې یو خپلواک اسلامي دولت ته وده ورکوي. په دې وروستیو کې، د دې ډلې عناصرو د داعش له سیمه ایزې ملګرې داعش-فلپین سره اړیکې ټینګې کړيدي. دا ډله په ټول فیلیپین کې چاودنې، وژنې، او د ازادۍ لپاره تښتونې په ګډون ترهګريز کړنو باندی مرتکب شوې دي.
د 1997 کال د اکتوبر په 8، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د مهاجرت او تابعیت قانون د 219 برخې سره سم، لکه څنګه چي تعدیل شوي د ابو سیاف ډله د بهرني ترهګریز سازمان په توګه ونماوه. چي وروسته، د سپتمبر په 23، 2001، د ابو سیاف ډله د 13224 اجرایوي فرمان په ضمیمه کې لیست شو. د دې نوم لیکنې په پایله کې، د نورو پایلو تر څنګ، د ابو سیاف د ډلی ټول ملکیتونه او ګټې چې د متحده ایالاتو د قضا سره مخ دي، بندې شوې، او د متحده ایالاتو خلک په عمومي توګه د ابو سیاف ډلی سره په هر ډول معاملو کې د ښکیلتیا څخه منع دي. برسېره پردې، دا یو جرم دی چې په پوهه توګه د ابو سیاف ډلی ته مادي ملاتړ یا سرچینې چمتو کړي، یا ددسیسې جوړولو هڅه وکړي.
