حمزه الغامدي

جنوبي او مرکزي اسیا | نږدې ختیځ - شمالي افریقا او مینځني ختیځ

انعام

Up to $5 Million

خپله برخه وکړئ.

د عدالت لپاره د انعامونو پروګرام د القاعدې د مهم مشر حمزه صالح بن سعید الغامدي په اړه د معلوماتو لپاره تر ۵ ملیونو ډالرو پورې انعام وړاندیز کوي.

حمزه الغامدي د سعودي عربستان اوسیدونکی او د القاعدې د تروریستي ډلې یو جګپوړی مشر دی. په متحده ایالاتو کې د نړیوال سوداګریز برجونو او پنټاګون باندې د القاعدې د سپتمبر ۲۰۰۱ د بریدونو څخه څو اونۍ وړاندې، الغامدي د القاعدې د مشر اسامه بن لادن ترټولو باوري ملګري او د هغه د شخصي امنیت مشر و.

الغامدي په ۱۹۸۰ لسیزه کې په افغانستان کې د بن لادن ترڅنګ د شوروي د یرغلګرو ځواکونو پر ضد جګړه وکړه. هغه د ۱۹۹۰ لسیزې په لومړیو کې په تاجکستان کې په ترهګریزو بریدونو کې برخه اخیستې وه او د افغانستان په پلازمینه کابل کې یې د القاعدې یو مېلمستون هم اداره کاوه.

هغه د ۲۰۰۱ کال په ډسمبر کې د تورې بورې په وروستۍ جګړه کې چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د بریدونو په ځواب کې د بن لادن د نیولو یا وژلو لپاره د افغانستان په ختیځ کې د امریکا د پوځ عملیات وو، د امریکا پر ضد جګړه وکړه.

همدا راز الغامدي په یوه لیک کې ژمنه کړې چې د القاعدې د جانشینی کړنلارې ته به غاړه کیږدي او ښکاره یی کړه چې هغه اوس د القاعدې د شورا غړی دی. هغه د القاعدې له لوړ پوړو مشرانو عبدالرحمن المغربي او وژل شوي ایمن الظواهري سره هم کار کړی دی.

Skip to content