حرکت المقوامیه الاسلامیه (حماس)

نږدې ختیځ - شمالي افریقا او مینځني ختیځ

انعام

خپله برخه وکړئ.

حرکت المقوامیه الاسلامیه (حماس) په 1978 کال کې د اخوان المسلمین د فلسطیني څانګې د ودې په توګه د لومړي فلسطیني پاڅون یا لومړۍ انتفاضې په پیل کې رامنځ ته شوه. حماس یوه پوځي څانګه لري چې د عزالدین القسام قول اردو په نوم هم یادیږي چې له 1990 لسیزې راهیسې یې د اسرائیلو او فلسطین په دواړو سیمو کې د اسرائیلو ضد بریدونه ترسره کړي دي. په دې بریدونو کې د اسراییلو پر ملکي موخو یي لویې چاودنې، د کوچنیو وسلو بریدونه، د سړک د غاړې ماینونه او راکټي بریدونه شامل دي. حماس د 2001 کال د اګست په میاشت کې د جیروسلم سبارو پزیریا کې د بمي برید مسولیت په غاړه واخیست چې د دوو امریکایانو په ګډون 15 کسان ووژل شول او له 120 څخه ډیر ټپیان شول. د 2016 په اپریل کې، د حماس یوه غړي په یروشلم کې په بس کې ځانمرګی برید وکړ چې 20 کسان یې ووژل.

د 1997 کال د اکتوبر په 8 مه، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مهاجرت او تابعیت د قانون د 219 مادې له تعدیل سره سم حماس د یوه بهرني ترهګریز سازمان په توګه ونماوه. وروسته، د 2001 کال د اکتوبر په 31، د بهرنیو چارو وزارت د تعدیل شوی، 13224 اجرایوي حکم سره سم،حماس د ځانګړي نومول شوي نړیوال ترهګر په توګه ونماوه. د پایلې په توګه، د حماس ټول ملکیتونه، او په ملکیت کې ګټې، د متحده ایالاتو د قضا سره مخ دي، او د متحده ایالاتو وګړي په عمومي توګه د حماس سره په هر ډول معاملو کې د ښکیلتیا څخه منع دي. حماس ته په پوهه توګه د مادي ملاتړ یا منابعو برابرول، یا هڅه کول یا دسیسې جوړول جرم دی.

Skip to content