عدالت لپاره د انعامونو پروګرام د هغو معلوماتو لپاره تر ۱۰ میلیونو ډالرو پورې انعام وړاندې کوي کوم چې په عربي ټاپووزمه کې د یمن میشته ترهګریز سازمان القاعدې (AQAP) مالي میکانیزمونو ګډوډولو لامل کیږي.
په یمن کې میشته القاعده ډله د مختلفو مالي فعالیتونو لکه اختلاس، د تیلو قاچاق او پلور، د انسان قاچاق، تښتول، جعلي خیریه، او له بهر څخه د خیریه موسسو څخه د مرستی له لازی پیسی راټولوی. د القاعدی مشرانو دا پیسې د وسلو پیرودلو، روزنې، او ترهګریزو عملیاتو تمویلولو، او د یمن د ځینو برخو د کنټرول لپاره کارولي دي.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د هغو معلوماتو لپاره انعامونه وړاندې کوي کوم چې په عربي ټاپووزمه کي القاعده د عوایدو سرچینو او کلیدي مالي اسانتیاوو میکانیزمونو پیژندلو او ګډوډولو لامل کیږي. پدې انعام کې معلومات د لاندېنی فعالیتونو په اړه شامل دي:
- جعلی شرکتونه چې په عربي ټاپووزمه کي القاعده په استازیتوب په نړیوالو فعالیتونو کې ښکیل دي؛
- هغه ادارې یا اشخاص چې د متحده ایالاتو او نړیوالو بندیزونو څخه په تیښته کې په عربي ټاپووزمه کي القاعده سره مرسته کوي؛
- رسمي مالي موسسې چې په عربي ټاپووزمه کي القاعده سره سوداګرۍ کوي؛
- د القاعدی د پیسو او موادو لیږد؛
- په عربي ټاپووزمه کي القاعده بسپنه ورکوونکي یا مالي تسهیل کوونکي؛
- مالي بنسټونه یا د تبادلې مرکزونه چې په عربي ټاپووزمه کي القاعده د پیسو لیږد اسانه کوي؛
- سوداګرۍ یا پانګونئ چې په عربي ټاپووزمه کي القاعده یا د دی ډلی د تمویل کونکو ملکیت دي او یا کنټرول کیږي؛
- په عربي ټاپووزمه کي القاعده لخوا پیل شوی یا د هغوی ګټې لپاره لپاره پیل شوي آنلاین تمویل راټولولو کمپاینونه؛
- د مالي حساب شمیرې او د مجازی اسعارو والټ پتې چې په عربي ټاپووزمه کي القاعده لخوا د پیسو لیږدولو او سوداګرۍ ترسره کولو لپاره کارول کیږي؛
- جرمي پلانونه چې په عربي ټاپووزمه کي القاعده غړي پکې شامل او ملاتړي دي، چې دي ډلي ته مالي ګټه رسوي.
په عربي ټاپووزمه کې د یمن میشته ترهګریز سازمان القاعده د ۲۰۰۹ په جنورۍ کې د یمن او سعودي تروریستي عناصرو له یووالي وروسته راڅرګند شو. د دوی بیان شوي اهدافو کې د خلافت رامینځته کول او په عربي ټاپووزمه او پراخه مینځني ختیځ کې د شرعي قانون پلي کول شامل دي. القاعده په عربي ټاپووزمه او همدارنګه په بهر کې سیمه ایز، د متحده ایالاتو، او لویدیځ ګټې په نښه کړي. دغې ډلې د ګڼو تروریستي اعمالو مسوولیت په غاړه اخیستی دی، په دې کې د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ په میاشت کې په پاریس کې د طنزي ورځپاڼې چارلي ابدو پر دفتر برید چې ۱۲ کسان یې ووژل، شامل دی.
القاعده په عربي ټاپووزمه کي د القاعدې اصلي ترهګریز سازمان پورې تړلې ده او د القاعده نړیوال مشرتابه سره نږدې کار کوي ترڅو لویدیځ افراد په نښه کړي او د نورو ډلو سره همکاري زیاته کړي. په عربي ټاپووزمه کي القاعده د عمومی القاعدی ډلي لپاره کلیدي ارزښت دا دی چی په پراخه توګه دي ډلي ترمنځ د مالي او اسانتیا برابرول لپاره اړیکې په توګه کارول کیږی.
په عربي ټاپووزمه کي القاعده د ۲۰۰۹ کال د ډسمبر په ۲۵مه کې ناکامه هڅه وکړه چی غوښتل یی د ترهګر عمر فاروق عبدالمطلب لخوا اغوستل شوي بم سره یوه الوتکه ویجاړه کړي. دغې ډلې د ۲۰۱۰ کال په وروستیو کې په دوو کارګو الوتکو کې د کمپیوټر پرنټرونو کې چاودېدونکي مواد پټ کړي وو چې امریکا ته لېږدول کېدل. دغه بمونه د ۲۰۱۰ کال د اکتوبر په ۲۹مه په دوو مختلفو ځایونو کې د تمځایونو په ترڅ کې کشف او خنثی شول.
د ۲۰۱۰ کال د جنورۍ په ۱۹مه د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په عربي ټاپووزمه کي القاعده د مهاجرت او تابعیت قانون ۲۱۹ برخې مطابق، د تعدیل سره سم، او د اجرایوي حکم ۱۳۲۲۴ مطابق، د تعدیل سره سم، د ځانګړي نومول شوي نړیوال ترهګر په توګه وټاکه. په پایله کښې، په عربي ټاپووزمه کي د القاعده ټول ملکیتونه او ګټې په ملکیت کې چې د متحده ایالاتو د صلاحیت لاندی دي بند شوي دي او د متحده ایالاتو اشخاص عمومآ په عربي ټاپووزمه کي القاعده سره په هر ډول معاملو کې د ښکیلتیا څخه منع دي. دا یو جرم دی چې په پوهه توګه په عربي ټاپووزمه کي القاعده ته مادي ملاتړسرچینې چمتو، د چمټو کولو دسیسي، او نوري منابع چمتو کړي.
