د عدالت لپاره د انعامونو پروګرام د احمد ایمان علي په اړه د معلوماتو ورکولو لپاره تر 3 ملیون ډالرو پورې انعام وړاندیز کوي. علي د الشباب یو مشهور قوماندان دی، چې د امریکا له خوا نومول شوې بهرنۍ ترهګریزه سازمان (FTO) ده، چې له 2012 کال راهیسې په کینیا کې د دې ډلې د مشر په توګه دنده ترسره کوي. هغه د دې ډلې د کینیا ضد عملیاتو لارښوونه کوي، چې د کینیا د افریقايي اتحادیې د سومالیا (AMISOM) سرتیري ماموریت یې په سوملیا کی په نښه کړی دی. د 2016 په جنورۍ کې ورته یو برید د سومالیا په العډی کې، د پوځي اډې څخه ټول ګارنیزیون له منځه یوړل او له 140 څخه ډیر د کینیا AMISOM سرتیري یې ووژل.
علي د الشباب د پروپاګند مسؤلیت هم په غاړه لري چې د کینیا حکومت او ملکي وګړي په نښه کوي، لکه د جولای 2017 کال ویډیو کی هغه د کینیا په امنیتي ځواکونو کی مسلمان سرتیرو ته ګواښ کړي و. علي د الشباب د استخدام کونکي په توګه هم دنده ترسره کړې، په نیروبي کې په بې وزلو ځوانانو کي تمرکز کوي، او په جوماتونو کې یې د الشباب د فعالیتونو ملاتړ لپاره پیسې راټولې کړې.
د 2018 کال د مارچ په 8، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د 13224 اجرایوي فرمان ، د تعدیل سره سم علي د ځانګړي نومول شوي نړیوال ترهګر په توګه ونماوه. د دې نومونې په پایله کې، د نورو پایلو په منځ کې، د علي په ملکیت کې ټول ملکیتونه او ګټې چې د متحده ایالاتو د قضا سره مخ دي، بندې شوي، او د متحده ایالاتو خلک په عمومی ډول د علي سره د هر ډول معاملو کې د ښکیلتیا څخه منع کوي. برسېره پر دې، دا یو جرم دی چې په پوهه سره د بهرنۍ ترهګریزه سازمان الشباب ته مادي ملاتړ یا سرچینې چمتو کوی، یا هڅه کوي یا دسیسه وکړي.
