د عدالت لپاره د انعامونو پروګرام د کردستان د کارګر ګوند (PKK) د یوه لوړ پوړي مشر دوران کلکان په اړه د معلوماتو ورکولو لپاره تر 3 ملیون ډالرو پورې جایزه وړاندیز کوي چې د کنګرا جیل په نوم هم یادیږي. PKK د متحده ایالاتو لخوا نومول شوی بهرنۍ ترهګریز سازمان (FTO) دی. کلکان د PKK د اجراییوي کمیټې غړی دی او د هغه برید مسؤل و چې د 2009 په ډسمبر کې اوه ترکي سرتیري ووژل شول.
د متحده ایالاتو د خزانې وزارت د 2011 کال د اپریل په 20 مه نیټه کلکان د بهرنۍ نشه ای کینکپن قانون د (Kingpin قانون) له مخی ځانګړي نومول شوي قاچاقبر (SDNK) په توګه ونماوه.
