اسامه محمود

جنوبي او مرکزي اسیا

انعام

تر 5 ملیونو ډالرو پورې انعام

خپله برخه وکړئ.

عدالت لپاره د انعامونو پروګرام د هند په نیمه‌وچه کې د القاعدې د ترهګرې ډلې د امیر، اسامه محمود، په اړه د معلوماتو لپاره تر ۵ ملیونو ډالرو پورې انعام وړاندې کوي.

د ۲۰۱۴ کال په سپټمبر کې، د القاعدې هغه وخت امیر ایمن الظواهري د هند په نیمه‌وچه د القاعده د جوړولو اعلان وکړ او عاصم عمر یې د امیر او محمود یی د ویاند په توګه وټاکه. محمود له دې مخکې د القاعدې رسمي تبلیغاتي مرکز، السحاب لخوا په ډیری پیغامونو کې راڅرګند شوی و.

محمود وروسته د هند په نیمه‌وچه د القاعده مشر شو کله چې عمر د القاعده په اصلي ترهګرې ډلې کې د مشرتابه په حیث ترفع وکړه. د سپتمبر په ۲مه، ۱۹۸۰ کال کې زیږیدلی، محمود (چی د اسامه محمود، عطاء الله، زر ولي او ابو ذر په نوم هم پیژندل کیږی) په اصل کی یو پاکستانی دی او باور کیږي چې په افغانستان کې ژوند کوي.

د القاعده شبکې د یوې برخې په توګه، د هند په نیمه‌وچه القاعده په افغانستان، بنګله دیش، برما، هند او پاکستان کې د جهادي ډلو ترمنځ ارتباطي اړیکې برابروي.

دې ډلې د ۲۰۱۵ کال د فبروري په ۲۶مه د بنګله دېش الاصل امریکایي اتباعو او واده شوې جوړې روی او رفیده بونیا احمد باندې د چړې برید مسؤلیت په غاړه واخیست، چې د کتابونو په نندارتون کې د ګډون لپاره ډهاکا ته تللي وو. روی په چړو ووژل شو او د هغه میرمن د سختو ټپونو لکه د یوې پرې شوې ګوتې او د سر د څو ټپونو سره ژوندی پاتی شوه.

د القاعدې بنګله دیش څانګې د ۲۰۱۶ کال د اپریل په ۲۶مه د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې د کارکونکی ذولحاز منان او د هغه یو ملګري د وژنې مسؤلیت هم په غاړه واخیست.

د جون په ۳۰مه، ۲۰۱۶ کال کې، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د هند په نیمه وچه کې د القاعدې ډله د کډوالۍ او تابعیت قانون د ۲۱۹ برخې لاندې د بهرني ترهګر سازمان په توګه وټاکله. او د ۱۳۲۲۴ د اجرایوي فرمان د ۱(بی) برخې لاندې د ځانګړي نومول شوي نړیوال ترهګر په توګه وټاکله. بهرنیو چارو وزارت د اکتوبر په ۸ مه، ۱۹۹۹ کال کې د القاعدې اصلي ډله د بهرني ترهګر سازمان په توګه وټاکله.

د ۲۰۲۲ کال د نومبر په ۳۰مه، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت محمود د ۱۳۲۲۴ اجرایوي فرمان له مخې په ځانګړي ډول نومول شوی نړیوال ترهګر په توګه وټاکه.

د دې نوملړونو په نتیجه کې، او د نورو پایلو تر څنګ، د محمود ملکیت او په ملکیت کې ټولی ګټې چې د متحده ایالاتو د قضایی صلاحیت لاندې دي، بندې شوې دي، او د متحده ایالاتو وګړي په عمومي ډول د محمود سره هر ډول معاملو کې د ښکیلتیا څخه منع دي. سربیره پردې، دا جرم دی چې په پوهه سره القاعدې او د هند په نیمه وچه کې القاعدې ته مادي ملاتړ یا سرچینې چمتو کړي، یا د چمتو کولو هڅه وکړي.

Skip to content