حسین هاتفي اردکاني

ختیځ آسیا او ارام سمندر | نږدې ختیځ - شمالي افریقا او مینځني ختیځ

انعام

تر 15 ملیونو ډالرو پورې انعام

خپله برخه وکړئ.

عدالت لپاره د انعامونو پروګرام د هغه معلوماتو لپاره تر ۱۵ میلیونو ډالرو پورې انعام وړاندیز کوي کوم چې د متحده ایالاتو لخوا نومول شوي ترهګریز سازمان د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو (IRGC) د مالي میکانیزمونو د ګډوډولو لامل کیږي.

حسین هاتفي اردکاني هغه ایراني سوداګر دی چې د پرمختللي ټیکنالوژۍ په ترلاسه کولو او رسولو کې یې مرسته او د IRGC د وسلو تولید او پلور ملاتړ کوي. له ۲۰۱۴ راهیسې، اردکاني د منځګړی شرکتونو له شبکو څخه، په شمول د مالیزیا او هانګ کانګ میشته جعلي شرکتونو او د متحده عربي اماراتو لوژیستیکي سوداګرۍ څخه د متحده ایاالتو او بهرنی اصلي او حساسو موادو، اجزاوو، او ټیکنالوژۍ لیږد او اسانتیا لپاره د ایران حکومت د وسلو د پروګرامونو لپاره کار اخیستی. دا وسلې، چې په کې د شاهد-136 او شاهد-131 برید بې پیلوټه الوتکې یا ډرون شامل دي، د سپاه پاسداران په استازیتوب جوړیږي او بیا په نړیوال بازار کې پلورل کیږي. د دغو الوتکو څخه ځینې یې په اوکراین کې د غیرقانوني پوځي عملیاتو لپاره د روسیې وسله والو ځواکونو ته پلورل شوي دي. د دغو وسلو د خرڅلاو لاسته راوړنې په مستقيمه توګه IRGC ته ګټه رسوي.

په متحده ایالاتو کی جوړ شوي د الوتنې لارښود اجزا چې د اردکاني شبکې لخوا اخیستل شوي په اوکراین او نورو شخړو سیمو کې د نسکوره شوې د شاهد بې پیلوټه الوتکو کې موندلي او پیژندل شوي. برسیره پردې، اردکاني شبکې په غیرقانوني توګه د متحده ایالاتو صادراتو کنټرول لوړ الکترون حرکت ټرانزیسټرونه (چې د HEMTs په نوم یادیږي)، د بالیسټیک توغندیو کی د کارولو اجزا او په وسلو کی د کارولو الیکترونیکی اجزا، ترلاسه کړي.

په مالیزیا کې میشت جعلی شرکتونه چې د اردکاني شبکې ملاتړ کوي Arta Wave Sdn Bhd، Integrated Scientific Microwave Technologies، او Tecknologi Merak Sdn Bhd شامل دي. دا شرکتونه او نور د مالیزیا په کوالالمپوړ کې د کمپنئ راجستریشن لري او په هانګ کانګ کې د غیر راجستر شوي نمایندګۍ او عام پتې لري. دغه شرکتونه د اردکاني لپاره په نیابتی توګه کار کوي ترڅو د متحده ایالاتو جوړ شوي او بهرني توکي ترلاسه کړي، کوم چې په ایران او IRGC باندی د متحده ایالاتو د بندیزونو او صادراتو کنټرولونو له امله د قانوني تدارکاتي چینلونو له لارې د ترلاسه کولو وړ ندي.

په متحده عربی اماراتو کې میشته سوداګرۍ ، پشمول د دوبۍ میشته سمارټ میل خدماتو ، رینګ فیلډ FZE ، او نور د بار وړلو اسانتیا برابرونکو په توګه پیژندل شوي چې د غلط یا ګمراه کونکي بار وړلو معلوماتو وړاندې کولو لپاره کارول کیږي. دا شرکتونه د متحده ایالاتو او نورو بندیزونو او د صادراتو کنټرول مقرراتو څخه تښتي او د اردکاني په استازیتوب IRGC ته په غیرقانوني ډول وسایل صادروی.

اردکاني په تهران کې د کاوان الکترونیک شرکت لمیټډ، بسامد الکترونیک پویا انجینري شرکت، او طیف تدبیر آریا انجینري شرکت هم چلوي.

د ۲۰۲۳ کال دسمبر په ۱۹مه، د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت د اردکاني په وړاندې هغه تورونه برملا کړل چې هغه یې د IRGC لپاره په متحده ایالاتو کی جوړ شوي دوه ګونی کارولو مایکرو الیکټرانیکونو پیرود پورې اړوند جرمونو تورن کړ. په ورته وخت کې، د متحده ایالاتو د خزانې وزارت اردکاني او ۱۰ اړونده ادارې د ۱۳۳۸۲ اجرایوي حکم سره سم په ځانګړي ډول ټاکل شوي اتباعو لیست کې ځای په ځای کړي چې د ډله ایزو ویجاړونکو وسلو تولیدونکي او د دوی د تحویلولو وسیلې په نښه کوي. دا بندیزونه د متحده ایالاتو د اشخاصو لخوا یا د متحده ایالاتو دننه ټولې معاملې منع کوي (د هغو معاملو په شمول چی د متحده ایالاتو دننه ترانزیت لري) چې د بند شوي یا ټاکل شوي اشخاصو ملکیت کې هر ډول ملکیت یا ګټې پکې شامل وي.

Skip to content