سیکه موسی بلوکو

افریقا – فرعي -صحارا

انعام

تر 5 ملیونو ډالرو پورې انعام

خپله برخه وکړئ.

د عدالت لپاره د انعامونو پروګرام د داعش د کانګو دیموکراتیک جمهوریت د څانګه مشر سیکا موسی بلوکو په اړه د معلوماتو لپاره تر ۵ ملیونو ډالرو پورې انعام وړاندیز کوي.

د سیکا موسی بلوکو په مشرۍ، د داعش د کانګو دیموکراتیک جمهوریت څانګه په نښه کولو، وژلو، معیوبولو، جنسي تیرې، او د ماشومانو په ګډون د ملکي خلکو په تښتولو کې ښکیل دي. دغه ډله د کانګو دیموکراتیک جمهوریت په بیني سیمه کې د بریدونو او اجباري کار لپاره ماشومان استخداموي او کاروي. د داعش د کانګو دیموکراتیک جمهوریت څانګه، چې د نورو نومونو سره سره، د مدینه توحید او مجاهدین او د ډیموکراټیک متحدینو ځواک په نوم هم پیژندل کیږي، د ختیځ کانګو دیموکراتیک جمهوریت په شمالي کیو او اتوري والیتونو کې د کانګو اتباعو او سیمه ایزو نظامي ځواکونو په وړاندې وحشیانه تاوتریخوالی پیل کړی دی. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په وینا، دغې ډلې یوازې په ۲۰۲۰ کال کې تر ۸۴۹ ډېر ملکیان وژلي دي.

د ۲۰۲۱ کال په مارچ میاشت کې، امریکا د بهرنیو چارو وزارت بلوکو د ځانګړي نړیوال ترهګر په توګه وټاګه. په ورته وخت کې، دی وزارت د داعش د کانګو دیموکراتیک جمهوریت څانګه هم د بهرنی تروریستي سازمان په توګه وټاکه.

د دې ټاکنو په پایله کې، د نورو پایلو سره سره، د ټاکل شویو کسانو ملکیتونه او د هغو د ملکیتونو ګټې چې د متحده ایالاتو تابع دي بند شوي، او د متحده ایالاتو خلک په عمومي توګه د دوی سره په هر ډول معاملو کې د ښکیلتیا څخه منع دي. بهرنۍ مالي موسسې چې په پوهه توګه د بلوکو یا د داعش د کانګو دیموکراتیک جمهوریت څانګی په استازیتوب کوم مهم د پیسو لیږد ترسره کوي یا اسانتیا ورته برابروي د متحده ایالاتو د اړوند مالی او بانکی بندیزونو تابع کیدی شي. برسیره پردې، د داعش د کانګو دیموکراتیک جمهوریت څانګې ته په پوهه مادي ملاتړ یا سرچینې چمتو کول یا هم د مرسته لپاره هڅه یا سازش جرم بلل کیږی.

د متحده ایالاتو د مالیه وزارت او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ۲۰۱۴ کال کې په ډیموکراټیک متحدینو ځواک د تاوتریخوالي او ظلمونو له امله تر په دوی بندیزونو لګولی و. د متحده ایالاتو د مالیه وزارت په ۲۰۱۹ کال کې د ګلوبل میګنیتسکي بندیزونو پروګرام سره سم بلوکو او د ډیموکراټیک متحدینو ځواک پنځه نور غړي د بشري حقونو څخه په جدي سرغړونې کې د دوی د رول له امله بندیز ولګاوه. په کال ۲۰۲۰ کې، ملګرو ملتونو بلوکو د کانګو دیموکراتیک جمهوریت بندیزونو پروګرام سرم سم د اضافي بندیزونو لپاره هم وتاګه.

Skip to content