مالم ایمن

افریقا – فرعي -صحارا

انعام

تر 10 ملیونو ډالرو پورې انعام

خپله برخه وکړئ.

د عدالت لپاره د انعامونو پروګرام د جیش ایمن د مشر مالم ایمن په اړه د معلوماتو لپاره تر ۱۰ ملیونو ډالرو انعام وړاندیز کوي. جیش ایمن د الشباب یو واحد دی چې په کینیا او سومالیا کې یې ترهګریز بریدونه ترسره کړي دي. د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په ۵ مه، د الشباب ترهګرو د کینیا په مانډا بې هوايي ډګر کې د کینیا او متحده ایالاتو پر کارکوونکو برید وکړ، چې د امریکا دوه قراردادي پیلوټان او د متحده ایالاتو د پوځ یو سرتیری چې د هوايي ترافیک د کنټرولر په توګه یې کار کاوه، ووژل. په برید کې دریم امریکایي قراردادي او دوه نور امریکایي سرتیري ټپیان شوي دي.

مالم ایمن د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ د حملې د تیاریو مسوول و. د ۲۰۲۰ په نومبر کې، د بهرنیو چارو وزارت ایمن د ۱۳۲۲۴ اجرایوي فرمان له مخې د تعدیل سره سم په ځانګړي ډول نومول شوي نړیوال ترهګر په توګه وټاکه.

د مانډا بی تاسیسات د کینیا د دفاعي ځواکونو نظامي اډه ده چې د متحده ایالاتو د وسله والو ځواکونو لخوا کارول کیږي ترڅو د ختیځ افریقا شریکانو ته روزنه او د تروریزم ضد مبارزه کی یی ملاتړ وکړي ، بحرانونو ته ځواب ووایی او په سیمه کې د متحده ایالاتو ګټو ساتنه وکړي.

Skip to content