د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په ۵ مه نیټه، ترهګرو په کینیا کې د مانډا بی هوایی ډګر باندی برید وکړ چې په کې دری امریکایی وګړی ټپی او دری نور ووژل شول. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د انعامونو پروګرام د معلم ایمن او بل هر هغه کس چې په دغه ترهګریز برید کې ښکیل وه معلوماتو لپاره تر ۱۰ ملیونو ډالرو پورې انعام وړاندیز کوي. د مانډا بی تاسیسات د کینیا د دفاعي ځواکونو نظامي اډه ده چې د متحده ایالاتو د وسله والو ځواکونو لخوا کارول کیږي ترڅو د ختیځ افریقا دوست هیوادنو نظامی ځواکونو ته روزنه او د تروریزم ضد مبارزه کی یی ملاتړ وکړی. دغه اډه د نورو ښه اهدافو لپاره لکه د بحرانونو ته ځواب او په سیمه کې د متحده ایالاتو ګټو ساتنه که مرسته کوی.
د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په ۵ مه نیټه، د لمر له ختلو مخکی د الشباب اورپکو د یاد شوی اډه دننه د کینیا او متحده ایالاتو په پوستو باندی د هاوان ګولۍ ډزو پیل وکړ او په ورته وخت کې د مانډا بی هوایی ډګر ته څیرمه د راکټ او وړو وسلو ډزې هم وکړې. همدا محال د دفاع وزارت دوه قراردادي پیلوټان چې دواړه د متحده ایالاتو اتباع هم وو، هغه مهال ووژل شول کله چې د دوی نظامي الوتکه هوایی ډګر کې په راکټ وویشتل شوه. د دفاع وزارت دریم قراردادي چې هغه هم د متحده ایالاتو تبعه و، د سخت ټپی شو. د متحده ایالاتو د اردو یو سرباز چې دیا هوایی ډګر ترافیک کنټرولر په توګه کار کاوه د ډزو په پایله کې ووژل شو او دوه نور امریکایی اتباع ټپیان شول.
په یوه ویډیو کې چې وروسته د الشباب رسمي شهدا خبري اژانس لخوا خپره شوه، د دې ډلې یوه ویاند د برید مسؤلیت په غاړه واخیست.
معلم ایمن، د جیش ایمن مشر او دغه ډله د الشباب یوه قطعه ده چې په کینیا او سومالیا کې ترهګریز بریدونه او عملیات ترسره کوی. د معلم ایمن ډله د ۲۰۲۰ د جنوري د برید د چمتو کولو مسولیت په غاړه درلود. د ۲۰۲۰ په نومبر کې، د بهرنیو چارو وزارت ایمن د ۱۳۲۲۴ اجرایوي فرمان له د تعدیل سره سم په ځانګړي ډول نومول شوي نړیوال ترهګر په توګه وه نومول شو.
الشباب په ختیځ افریقا کې د القاعدې اصلي متحد او په کینیا، سومالیا او نور ګاونډیو هیوادونو کې د ډیری ترهګریزو بریدونو مسؤل دی چې د متحده ایالاتو اتباعو په ګډون په زرګونو خلک یې وژلي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت الشباب د ۲۰۰۸ کال په مارچ کې د بهرني ترهګریز سازمان کې درج او د ځانګړي نړیوال ترهګری ډله په توګه و نومول شوه. د ۲۰۱۰ په اپریل کې، الشباب د ۱۸۴۴ (۲۰۰۸) پریکړه لیک د ۸ ام پراګراف مطابق د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د سومالیا د بندیزونو کمیټې لخوا هم ترهګریز سازمان ونومول شو.
