د بریالیتوب کيسي

میر ایمل کانسي ( اعدام شوی )

د امریکایانو وژنه

د عدالت لپاره د انعامونو پروګرام هغه کس ته چې د معلومات ورکولو له مخی میر ایمل کانسي ونیول شو انعام ورکړ، یو ټوپکوال چې د جنوري په 5، 1993 کې د مرکزي استخباراتي ادارې (CIA) دوه کارمندان په ډزو ووژل او درې نور یې ټپیان کړل چي مرکز ته د دندې لپاره په لاره وو.

کانسي پرته له اخطار یا تحریک څخه ، د خپل کلاشینکوف ټوپک په وسیله پر موټرو باندی د ډزو سره چې د مرکزي استخباراتو ادارې مرکز مخې ته په تمځای کې انتظار ويسته برید وکړ.

کانسي له برید وروسته سمدلاسه له امریکا څخه وتښتید او د 1997 کال د جون په 15 د پاکستان په پنجاب ایالت کې تر نیول کیدو پورې په تيښته کی وو. هغه د محاکمې لپاره متحده ایالاتو ته راستون شو.

د 1997 کال د نوامبر په 10 مه، کانسي د ویرجینیا په فیرفکس کې د یوې محکمې له خوا د CIA د دوو کارکوونکو د وژنې په تور محکوم شو. کانسي د 2002 کال د نومبر په 14 مه اعدام شو.

Skip to content