د بریالیتوب کيسي

حمسیراجی ماروسی سالی (مړ)

فیلیپین کې د امریکایانو تښتونه او وژنه

د عدالت لپاره د انعامونو پروګرام د هغه معلوماتو لپاره 1 ملیون ډالر انعام ورکړ چې د ابو سیاف ګروپ (ASG) قوماندان حمسیراجي سالي ځای موندنی لامل شو.

حمسراجي سالي د ASG مشر د اګست په 28، 2000 کې د جیفري شلینګ تښتولو او د می 27، 2001 د ډاس پالماس تښتونې پیښه کې ونډه درلوده.ASG د جیفري شلینګ د خوشې کیدو په بدل کې، د 10 ملیون ډالرو او د متحده ایالاتو له زندانونو څخه د دریو نړیوالو ترهګرو د خوشې کیدو غوښتنه وکړه: چي په دی کې د القاعدې د عملياتو ترسره کوونکي رمزي یوسف، ولي خان، او عمر عبدالرحمن (چې د “ړوند شیخ” په نوم هم پیژندل کیږي) د مصر د ترهگرې ډلې «الجماعة الاسلاميه» روحاني مشر شامل وو.

د 2001 کال د اپریل په 12، جیفري شلینګ په بریالیتوب سره د فیلیپین د وسله والو ځواکونو لخوا د ASG په کمپ باندی د برید په ترڅ کې له خپلو تښتونکو څخه وتښتید چیرته چې هغه ساتل کیده او بیرته متحده ایالاتو ته راستون شو.

د 2001 کال د می په 27، ASG د فیلیپین په پالاوان کې د ډوس پالماس استوګنځای څخه درې امریکایی اتباع وتښتول. دغه درې امریکایان د ګیلرمو سوبیرو او مارتین او ګریسیا برنهم په نوم پیژندل شوي چې د متحده ایالاتو جوړه موخه وه. د 2001 کال د جون په 11، د ASG ویاند ابو سبایا اعلان وکړ چې ګیلرمو سوبیرو د فیلیپین ولسمشر ګلوریا مکاپګال-ارویو ته د “د زوکړې ډالۍ” په توګه اعدام کړې دي. د ۲۰۰۱ کال د اکټوبر په اوومه د باسیلان له ټاپو څخه د یوه انسان کوپړۍ وموندل شوه، چې دا د ګویلرمو سوبیرو کوپړۍ وه. د 2002 په جون کې، مارټین برنهم د فلیپیني سرتیرو او ASG ترمنځ په نښته کې مړ شو. ګریسیا برنهم ټپي شوې وه خو وژغورل شوه او متحده ایالاتو ته راستنه شوه.

د 2002 په فبروري کې، سالي د امریکا د متحده ایالاتو د فدرالي لویې محکمې لخوا د کولمبیا په ولسوالۍ کې په لاندې قضیو تورن شو: هغه دسیسي چی پايله یي مرګ ، یرغمل نیول او د یرغمل نیولو درې قضیې چې پایله یې مرګ و. د 2004 کال د اپریل په 8 نیټه، د فیلیپین د اردو سکاټ رینجرز، د ډیرو خبرورکوونکو لخوا د ورکړل شوو معلوماتو په اساس، د سالي د نیولو لپاره عملیات پیل کړل، چې د سرتیرو سره په ډزو کې ووژل شو.

Skip to content