د عدالت لپاره د انعامونو پروګرام په کولمبیا کې د امریکایی اتباعو د 2003 تښتونې او وژنې په اړه د معلوماتو لپاره تر 5 ملیون ډالرو پورې انعام وړاندیز کوي. د 2003 کال د فبرورۍ په 13مه د امریکا د حکومت یوه الوتکه د مخدره موادو پر ضد د مبارزې په ماموریت کې د کولمبیا په کاکویتا کې ولوېده. په کولمبیا کې د کیڼ اړخي یاغیانو د ډلې غړو چې د کولمبیا د انقلابي وسله والو ځواکونو (FARC) په نوم پیژندل کیږي د متحده ایالاتو تبعه توماس جانیس او د کولمبیا سرجن لوئس السیډس کروز ووژل. یاغیانو درې نور امریکایي اتباع هم یرغمل کړي چې په الوتکه کې سپاره وو: مارک ګونسالویس، توماس هاوس او کیت سټینسل.
