د عدالت لپاره د انعامونو پروګرام د نیویارک په ښار کې د 1993 نړیوال سوداګریز مرکز بمې چاودني په اړه د معلوماتو لپاره تر 5 ملیون ډالرو پورې انعام وړاندیز کوي. د 1993 کال د فبرورۍ په 26مه ترهګرو د نړیوال سوداګریز مرکز لاندې د پارکینګ په ګراج کې 1500 پونډه وزن لرونکی بم وچاوه. دې چاودنې شپږ تنه ووژل، تر 1000 ډېر نور یې ټپیان کړل او په سلګونه میلیونه ډالره زیان یې واړوه.

د القاعدې (AQ) سره د تړلو کسانو یوې ډلې، چې په کې عبدالرحمن یاسین او رمزي یوسف شامل وو، دا برید پلان کړی و. خالد شیخ محمد، د AQ لوړ رتبه غړي او د یوسف تره، د عملیاتو لپاره تمویل چمتو کړ.د برید ترسره کوونکو تمه درلوده چې بم به یو برج ړنګ کړي او د ویجاړیدو پاتي به دوهم برج ته ولویږي. د رمزي یوسف په ګډون شپږ دسیسه کوونکې ونیول شول، محاکمه او محکوم شول او په عمري بند باندي محکوم شول.اووم پلان جوړونکی، عبدالرحمن یاسین، په تيښته کي پاتې دی.
