محمد علي حمادي

نږدې ختیځ - شمالي افریقا او مینځني ختیځ

انعام

تر 5 ملیونو ډالرو پورې انعام

خپله برخه وکړئ.

د عدالت لپاره د انعامونو پروګرام د محمد علي حمادي په اړه چې د علي حمادي او کاسټرو په نوم هم پیژندل کیږي د معلوماتو لپاره تر 5 ملیون ډالرو پورې جایزه وړاندیز کوي. حمادي، چې د حزب الله یو تورن غړی دی، په 1985 کال کې د 847TWA الوتکې په تښتولو کې د رول لرلو په تور نیول شوی دی.

د 1985 کال د جون په 14مه ترهګرو له اتن څخه روم ته د الوتنې پر مهال د 847TWA الوتکه وتښتوله. په 17 ورځو کې، الوتکه مجبوره شوه چې د 153 مسافرینو او عملې غړو سره د مدیترانې څخه تیرې وکړي، له بیروت څخه الجزایز ته او بیرته په بیروت کې درې ځله ښکته شوه. په بیروت کې د لومړي تم کیدو په جریان کې، برمته کوونکو د متحده ایالاتو د سمندري غوطه کونکي رابرټ سټیمیم سخت ووهلو او بیا یې په ډزو وواژه.

د 1985 کال د نوامبر په 14 مه حمادي په برمته کولو کې د هغه د رول او ګډون له امله تورن شو. هغه د 1987 کال د جنورۍ په 13مه د فرانکفورت په هوايي ډګر کې ونیول شو. متحده ایالاتو د استرداد غوښتنه وکړه، خو د آلمان فدرالي جمهوریت پریکړه وکړه چې حمادي په آلمان کې محاکمه کړي او د 1989 کال د می په میاشت کې یې هغه د قتل، یرغمل نیولو، برید او تښتولو په تور محکوم کړ. حمادي په عمري بند محکوم شو. په 15 دسمبر، 2005 کې، هغه د بند څخه خوشې شو. حمادي بیرته بیروت ته راستون شو، چیرې چې باور کیږي هغه هلته اوسيږي.

د 2001 کال د اکتوبر په 12، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د 13224 اجرایوي فرمان سره سم، لکه څنګه چي تعدیل شوي ،حمادي په ځانګړي توګه نومول شوي نړیوال ترهګر په توګه ونماوه. د دې نوموونې په له مخي، د نورو پایلو تر څنګ، د حمادي په ملکیت کې ټول هغه ملکیتونه او ګټې چې د متحده ایالاتو د قضا سره مخ دي، بندې شوي او د متحده ایالاتو خلک په عمومي توګه له حمادي سره د هر ډول معاملو له کولو څخه منع دي. سربیره پردې، دا یو جرم دی چې حزب الله ته چې د متحده ایالاتو لخوا نومول شوي بهرني ترهګریز سازمان ته مادي ملاتړ یا سرچینې چمتو کوي ، یا هڅه کوي یا دسیسه وکړي. حمادي د FBI تر ټولو مطلوب ترهګرو په لیست کې دی.

Skip to content