د عدالت لپاره د انعامونو پروګرام د محمد مکاوي ابراهیم محمد په اړه د معلوماتو لپاره تر 5 ملیون ډالرو پورې انعام وړاندیز کوي. هغه د هغه برید مشر و چي د 2008 کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه په خرطوم کې د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې (USAID) کارکوونکې جان ګرانویل او عبدالرحمن عباس رحمه په کي ووژل شول . مکاوي په سوډان کې دوه نیلونو په ځمکه کي د القاعده په نوم له یوې ډلې سره اړیکې درلودې ،چې د امریکا، لویدیځ او سوډان په ګټو د برید پلان جوړ کړی و.
د سوډان یوې محکمې مکاوي په 2009 کال کې په قتلونو کې د لاس لرلو په تور محاکمه، محکوم او په اعدام محکوم کړ. خو مکاوی مخکې له دې چې د هغه سزا پای ته ورسېږي د 2010 کال د جون په 10 مه له زندانه وتښتېد. هغه تر اوسه په تېښته کې پاتې دی او ګومان کېږي چې په سومالیا کې وی.
د 2013 کال د جنورۍ په 8، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مکاوی د تعدیل شوی اجرایوي حکم 13224 سره سم په ځانګړي ډول نومول شوي نړیوال ترهګر په توګه ونماوه. د دې پیژندنې په پایله کې، د نورو پایلو په منځ کې، د مکاوي ټول ملکیتونه او په ملکیت کې ګټې چې د متحده ایالاتو د قضا سره مخ دي، بندې شوي، او د متحده ایالاتو خلک په عمومي توګه د مکاوی سره په هر ډول معاملو کې د ښکیلتیا څخه منع دي.
