د عدالت لپاره د انعامونو پروګرام د حسین محمد العمري په اړه د معلوماتو لپاره تر 5 ملیون ډالرو پورې انعام وړاندیز کوي چې د حسین محمد العمري او ابو ابراهیم په نوم هم پیژندل کیږي. العماري د 1982 کال د پان ام 830 الوتکي په بمی چاودنه کې د رول لرلو له کبله مطلوب دی. العمري یو ماهر بم جوړونکی او یو وخت د می د 15 نیټې د ترهګرې ډلې مشر و.
د 1982 کال د اګست په 11مه یو بم چې ګومان کیږي د العمري له خوا ډیزاین او جوړ شوی و، د پان ام په 830 الوتکه کې چې267 مسافر او عمله پکې سپاره وو، په داسې حال کې وچاودید چې د جاپان له توکیو څخه د هونولولو، هاوايي ښار ته د الوتنې په حال کې وو. چاودنې یو 16 کلن مسافر وژلی او 16 نور یې ټپیان کړي دي. العمري په امریکا کې له دوو نورو سره د بمي چاودنې په تړاو تورن شوی و. د فرانسې حکومت د مارکس او سپنسر ډیپارټمنټ سټور او لیومي بانک په 1985 کې د بمي بریدونو لپاره العمري هم تورن کړ.
العمري د لبنان پاسپورت لري او کیدای شي په عراق یا لبنان کې اوسیږي. هغه د FBI تر ټولو مطلوب ترهګرو په لیست کې دی. د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د هغه د نیولو لپاره د معلوماتو لپاره تر 200,000 ډالرو پورې انعام هم وړاندیز کوي.
