د عدالت لپاره د انعامونو پروګرام د 2017 نایجر برید په اړه معلوماتو لپاره تر 5 ملیون ډالرو پورې انعام وړاندیز کوي.
د اکتوبر په 4، 2017، د نایجیریا د تونګو ټونګو کلي ته نږدې، د ISIS – لوی صحارا (ISIS-GS) پورې تړلو اورپکو د متحده ایالاتو د ځانګړو ځواکونو یوه ډله چې دنده یې د ترهګرۍ سره په جګړه کې د نایجیریايي ځواکونو ته روزنه، مشوره ورکوله او مرسته يي کوله برید وکړ. د برید په پایله کې څلور امریکایی او څلور نایجیریایی پوځیان ووژل شول. په نښته کې دوه نور امریکایان او اته نایجریایان ټپیان شول. د 2018 کال د جنورۍ په 12مه د ISIS ډلې مشر عدنان ابو ولید الصحراوي د دغه برید پړه پر غاړه واخیسته.

