انقلابي مبارزه (RS) په 2003 کې د دوو نورو یوناني مارکسیستي ډلو د غړو له نیولو،د نومبر په 17 مه او د خلکو انقلابي مبارزي وروسته راڅرګنده شوه. یوه سخت دریځه مارکسیستي افراطي ډله ده، RS په یونان کې د یونان او متحده ایالاتو په موخو بریدونه ترسره کړي. انقلابي مبارزه په لومړي ځل هغه وخت شهرت ترلاسه کړ کله چې د سپتمبر د 5، 2003 د اتن په محکمه کې د 17 م د نومبر د غړو د محاکمې په جریان کې د بمي بریدونو مسؤلیت په غاړه واخیست. انقلابي مبارزه د جنوري په 2007 کې په اتن کې د متحده ایالاتو په سفارت باندې د راکټ په واسطه د لاسي بم برید او د مارچ 2009 په اتن کې د Citibank په څانګه کې د چاودنې مسؤلیت په غاړه واخیست.
د می په 18، 2009، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د مهاجرت او تابعیت قانون د 219 برخې له مخي، د تعدیل سره سم انقلابي مبارزه د بهرني ترهګریز سازمان په توګه ونماوه. وروسته، د سپتمبر په 17، 2009 کې، د بهرنیو چارو وزارت انقلابي مبارزه د 13224 اجرایوي حکم د تعدیل سره سم په ځانګړي ډول نومول شوي نړیوال ترهګر په توګه ونماوه. د پایلې په توګه، د انقلابي مبارزه ټول ملکیتونه، او په ملکیت کې ګټې، د متحده ایالاتو د قضا سره مخ دي، او د متحده ایالاتو خلک په عمومي توګه د انقلابي مبارزه سره په هر ډول معاملو کې د ښکیلتیا څخه منع دي. دا یو جرم دی چې په پوهه توګه انقلابي مبارزه ته مادي ملاتړ یا سرچینې چمتو کړي، یا ددسیسې جوړولو هڅه وکړي.
