د خلکو د ازادۍ انقلابي ګوند/مخه (DHKP/C)

اروپا او یوریشیا

انعام

خپله برخه وکړئ.

د خلکو د ازادۍ انقلابي ګوند/جبهه (DHKP/C) په 1978 کال کې په ترکیه کې یی بنسټ ایښودل شوی. د خلکو د ازادۍ انقلابي ګوند/جبهه د مارکسیستي-لیننیسټي فکر پلوي کوي او د متحده ایالاتو، ناټو او د ترکیې د تاسیس سره مخالفت کوي. دغې ډلې له1990 لسیزې را په دیخوا د امریکا پوځ او دیپلوماتیک کارکوونکي او بنسټونه، د ناټو کارکوونکي او بنسټونه او د ترکیې د موخو په ګډون د امریکا ګټې په نښه کړي دي. د 2013 په فبروري کې، د خلکو د ازادۍ انقلابي ګوند/جبهه یو کارکوونکې په انقره کې د متحده ایالاتو په سفارت کې ځان وژونکي واسکټ ته چاودنه ورکړه. دغي چاودنې یو ترکي ساتونکی ووژه او یو ترکي خبریال یې سخت ټپي کړ. د 2013 کال په مارچ میاشت کې د دغې ډلې دري غړو د لاسي بمونو او راکټي توغندیو په کارولو سره د عدلیې وزارت او په انقره کی د ترکیې د عدالت او پراختیا سیاسي ګوند پر مرکز باندي برید وکړ.

د 1997 کال د اکتوبر په 8، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د مهاجرت او تابعیت قانون د 219 برخې له مخي، د تعدیل سره سم د خلکو د ازادۍ انقلابي ګوند/جبهه د بهرني ترهګریز سازمان په توګه ونماوه. د 2001 کال د اکتوبر په 31، د بهرنیو چارو وزارت د خلکو د ازادۍ انقلابي ګوند/جبهه د اجرایوي حکم 13224 د تعدیل سره سم د ځانګړي نومول شوي نړیوال ترهګر په توګه ونماوه. د پایلې په توګه، د خلکو د ازادۍ انقلابي ګوند/جبهه ټول ملکیتونه، او په ملکیت کې ګټې، د متحده ایالاتو دقضا سره مخ دي تړل شوي او د متحده ایالاتو خلک په عمومي توګه د خلکو د ازادۍ انقلابي ګوند/جبهه سره په هر ډول معاملو کې د ښکیلتیا څخه منع دي. دا یو جرم دی چې د خلکو د ازادۍ انقلابي ګوند/جبهه ته په پوهه توګه مادي ملاتړ یا سرچینې چمتو کړي، یا ددسیسې جوړولو هڅه وکړي .

Skip to content