انقلابي سازمان د نومبر په 17 (17N)

اروپا او یوریشیا

انعام

خپله برخه وکړئ.

د نومبر 17 انقلابي سازمان (17N) په 1975 کې د یوې بنسټپالې کیڼ اړخې ډلې په توګه تاسیس شو. دغې ډلې له یونان څخه د متحده ایالاتو د اډو د ایستلو، له قبرس څخه د ترکیې د پوځي ځواکونو د ایستلو او له ناټو او اروپایي اتحادیې سره د یونان د اړیکو د پرې کولو غوښتنه وکړه. د نومبر 17 انقلابي سازمان په یونان کې د ډزو، راکټ بریدونو، او موټر بمونو به ګډون ډیری ترهګریزو کړنو مسولیت درلود. د دې ډلې د ترهګرۍ کمپاین د څلورو امریکایانو د مړینې لامل شو: ویلیم نورډین، رونالډ سټیوارټ، جورج تسانتس او ریچارډ ویلچ. د نومبر 17 انقلابي سازمان یوې ډلې د جنوري 12، 2007 په اتن کې د متحده ایالاتو په سفارت باندې د راکټ – لاسي بم په واسطه د برید مسؤلیت په غاړه واخیست.

د اکتوبر په 8، 1997، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د مهاجرت او تابعیت قانون د 219 برخې له مخي، د تعدیل سره سم د نومبر 17 انقلابي سازمان د بهرني ترهګریز سازمان په توګه ونماوه. د سپتمبر په 3، 2015، د بهرنیو چارو وزارت د بهرني ترهګریز سازمان په توګه د نومبر 17 انقلابي سازمان نومول لغوه کړ.

Skip to content