انصارالدین (AAD)

افریقا – فرعي -صحارا

انعام

خپله برخه وکړئ.

انصارالدین د 2011 په وروستیو کې رامینځته شو. د 2012 د مارچ له کودتا وروسته چې د مالیان حکومت یې نسکور کړ، انصارالدین د هغو سازمانونو څخه و چې د مالي شمالي برخه یې ونیوله، د یونیسکو نړیوال میراث ځایونه یې ویجاړ کړل، او د شرعي قانون سخت تفسیر یې پلي کړ. تر واک لاندې سیمې یې په 2017 کې، انصارالدین د جماعت نصر الاسلام والمسلمین سره یوځای شوې، چې د القاعدې سره تړلو ډلو یو نوی ایتلاف جوړ کړ چې مشري یې د انصارالدین مشر ایاد اګ غالي کوي.

د مارچ په 22، 2013 کې، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت انصارالدین د مهاجرت او تابعیت قانون د 219 برخې سره سم ،لکه څنګه چي تعدیل شوي، د بهرني ترهګریز سازمان په توګه ونماوه. پخوا، د 2013 کال د مارچ په 21، د بهرنیو چارو وزارت انصارالدین د 13224 د تعدیل شوي اجرایوي حکم سره سم په ځانګړي ډول نومول شوي نړیوال ترهګر په توګه ونماوه. د پایلې په توګه، د انصارالدین ټول ملکیتونه، او په ملکیت کې ګټې، د متحده ایالاتو د قضا سره مخ دي، او د متحده ایالاتو وګري په عمومي توګه د انصارالدین سره په هر ډول معاملو کې د ښکیلتیا څخه منع دي. دا یو جرم دی چې په پوهه توګه انصارالدین ته مادي ملاتړ یا سرچینې چمتو کړي ، یا ددسیسوجوړولو هڅه وکړي.

Skip to content