القاعده په عربي ټاپووزمه کې (AQAP)

نږدې ختیځ - شمالي افریقا او مینځني ختیځ

انعام

خپله برخه وکړئ.

په عربي ټاپووزمه کې القاعده (AQAP) په یمن کې میشته یوه افراطي ډله ده چې د ۲۰۰۹ په جنوري کې د یمن او سعودي تروریستي عناصرو له یووالي وروسته راپورته شوه.

په عربي ټاپووزمه کې القاعدی بیان شوي اهدافو کې د خلافت رامینځته کول او په عربي ټاپووزمه او پراخه مینځني ختیځ کې د شرعي قانون پلي کول شامل دي. په عربي ټاپووزمه کې القاعده ځایي او د نړۍ په نورو ځایونو کې د متحده ایالاتو او لویدیځې ګټې په نښه کړي دي. دغې ډلې د ګڼو تروریستي اعمالو مسوولیت په غاړه اخیستی دی چې په کې د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ په میاشت کې په پاریس کې د طنزي ورځپاڼې چارلي ابدو پر دفتر برید چې ۱۲ کسان یې ووژل، هم شامل دی.

په عربي ټاپووزمه کې القاعده د القاعدې اصلي ترهګریز ډلي پورې تړلې ده او د القاعده نړیوال مشرتابه سره نږدې کار کوي ترڅو لویدیځ ګاوندی او خلک په نښه کړي او د نورو دلو سره یی هم همکاري زیاته کړي. په عربي ټاپووزمه کي القاعده د عمومی القاعدی ډلي لپاره ډېر کلیدي ارزښت لری. د عربي ټاپووزمه کي القاعده ډله د عمومی القاعدی ډلي د پراخه کیدو او مالي اسانتیا برابرول لپاره یو مهم نښلونکی په توګه کارول کیږی.

په عربي ټاپووزمه کي القاعده د ۲۰۰۹ کال د ډسمبر په ۲۵مه کې ناکامه هڅه وکړه چی غوښتل یی د ترهګر عمر فاروق عبدالمطلب لخوا اغوستل شوي بم سره یوه الوتکه ویجاړه کړي. دغې ډلې د ۲۰۱۰ کال په وروستیو کې په دوو کارګو الوتکو کې د کمپیوټر پرنټرونو کې چاودېدونکي مواد پټ کړي وو چې امریکا ته لېږدول کېدل. دغه بمونه د ۲۰۱۰ کال د اکتوبر په ۲۹مه په دوو مختلفو ځایونو کې د تمځایونو په ترڅ کې کشف او خنثی شول.

د ۲۰۱۰ کال د جنورۍ په ۱۹مه د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په عربي ټاپووزمه کي القاعده د مهاجرت او تابعیت قانون ۲۱۹ برخې مطابق، د تعدیل سره سم، او د اجرایوي حکم ۱۳۲۲۴ مطابق، د تعدیل سره سم، د ځانګړي نومول شوي نړیوال ترهګر په توګه وټاکه. په پایله کښې، په عربي ټاپووزمه کي د القاعده ټول ملکیتونه او ګټې په ملکیت کې چې د متحده ایالاتو د صلاحیت لاندی دي بلاک شوي دي او د متحده ایالاتو اشخاص عمومآ په عربي ټاپووزمه کي القاعده سره په هر ډول معاملو کې د ښکیلتیا څخه منع دي. دا یو جرم دی چې په پوهه توګه په عربي ټاپووزمه کي القاعده ته مادي ملاتړسرچینې چمتو، د چمټو کولو دسیسي، او نوري منابع چمتو کړي.

Skip to content