په ا‌ړه

د TOR غوره کړنې


د The Onion Router (TOR) براوزر کارولو پرمهال ستاسو د شخصي امنیت زیاتولو لپاره ډیری لارې شتون لري. د TOR کارولو سربیره، موږ ستاسو د ویب ټرافیک امنیت د نور لوړولو لپاره د باور وړ مجازی خصوصي شبکې (VPN) خدماتو کارولو وړاندیز کوو. د TOR کارولو دمخه د خپل هیواد څخه بهر د سرور موقعیت سره وصل کیدو سره ، ستاسو ویب ترافیک نور د څار څخه خوندي کیږي. د TOR براوزر دننه، یو شمیر اضافي تشکیلات شتون لري چې د TOR دننه د “خوندیتوب او امنیت” برخې کې وړاندیز شوي. لومړی، خپل VPN فعال کړئ. بیا:

  1. د TOR براوزر په کار واچوي.
  2. د TOR ترتیباتو ته لاړ شئ او “پټ حریم او امنیت” غوره کړئ
  3. بکس انتخاب کړئ “کله چې د TOR براوزر بند وي کوکیز او سایټ ډیټا له منځه ویسي”
  4. د تاریخ برخې ته راښکته شی: ترتیبات بدل کړئ ” تاریخ هیڅکله مه یادوئ”
  5. اجازې ته را ښکته شی: د کیمرې انتخاب لپاره تنظیمات باندی کلیک وکړئ “نوي غوښتنې بند کړئ چې کیمرې ستاسو د لاسرسي غوښتنه کوي.” د مایکروفون لپاره ورته کار وکړئ. د اضافي امنیت لپاره خپل مخکینۍ کیمره په پلاستکی ربړ یا بندونکي په وسیله پټ کړئ.
  6. امنیت ته ورتګ: “خوندي” باندی کلیک وکړئ دا به په TOR کې ځینې دندې غیر فعال کړي مګر د خوندي اړیکي لپاره به اجازه ورکړي.
  7. د HTTPS- یوازې حالت ته لاړ شئ: په ټولو وینډوزونو کې د HTTPS-یوازې حالت فعال کړئ. دا به ډاډ ترلاسه کړي چې ستاسو ټولې اړیکې کوډ شوي او خوندي دي.
  8. د “محرمیت او امنیت” لاندې “TOR” ترتیب ته لاړ شئ
  9. د “پل وکاروئ” بکس انتخاب کړئ
  10. کلیک وکړئ د “torproject.org څخه د پل غوښتنه وکړئ”
  11. کیپچا داخل کړئ
  12. https://coveryourtracks.eff.org او https://ipleak.net وکاروئ ترڅو وګورئ چې کوم پیژندونکي معلومات لاهم شتون لري چې کولی په ځانګړي ډول ستاسو کمپیوټر او ویب ترافیک په نښه کړي.

د TOR سره د یو ځای کیدو خوندي لارې او د انصاف لپاره انعام TOR لارښوونی لیکه:

  1. ستاسو لخوا تادیه شوي د باور وړ VPN خدمت وکاروئ. وړیا VPN خدمتونه ممکن تل خوندي نه وي.
  2. خپل وسیله د باور وړ VPN خدمت په کارولو سره له هیواد څخه بهر هغه ځای ته وصل کړئ چیرې چې تاسو TOR ته لاسرسی لرئ.
  3. د TOR براوزر په کار واچوي
  4. لکه څنګه چې تاسو مناسب ګورئ د TOR امنیت تنظیمات تنظیم کړئ.
  5. د لا زیات خودیتوب لپاره، فزیکي پراکسي وکاروئ لکه د کافي ډوکان یا هوټل صالون څخه چې ونه شی کړای څوک ستاسو اړیکه د کور فزیکي موقعیت وپیژني.

د TOR خوندیتوب او امنیت معلوماتو ته لینکونه:

  1. د TOR پلونو په اړه معلومات: Visit External Link
  2. د TOR خوندیتوب په اړه معلومات: https://tb-manual.torproject.org/security-settings/.

Skip to content